د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د ملکي‌ تلفاتو په اړه لکه بل هر افغان «سخت» ځورېږم


افغان ولسمشر وايي، په جګړه کې تر ټولو لویه «بدمرغي» د ملکي‌ تلفاتو موضوع ده چې په اورېدو یې د نورو افغانانو په شان سخت ځورېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ د «کب پر ۲۲مه» په ارګ کې د عبدالعلي مزاري د ۲۴ تلین د لمانځنې په مراسمو کې وویل چې ملکي تلفات د حکومت د مشرتابه په ګډون امنیتي‌ او دفاع ځواکونو ته د منلو وړ نه دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ملکي تلفاتو په اړه ورسېدلي راپورونه په جدي ډول تعقیب او څېړل شوي او هڅه شوې چې د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي.

هغه وویل، دا چې په راتلونکې کې له دغه «ناوړه» پېښو څخه ښه مخنیوی شوی وي او د ملکي تلفاتو کچه صفر ته راټیټه شي په اړه به یې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره جدي بحثونه وکړي.

ښاغلي غني وویل: په تېرو څو ورځو کې چې د ملکي‌ تلفاتو په اړه کوم راپورونه رارسېدلي، هغه ټول جدي نیول شوي او نن ۱۲ بجې مې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د امنیتي‌ او دفاعي ځواکونو ټول منسوبین راغوښتي چې د ملکي تلفاتو په اړه د پخوانیو راپورنو د څېړلو او اقداماتو په هکله وضاحت ورکړي."

غني: افغان ځواکونو ته امر شوی چې د ملکي تلفاتو مخنیوي کې جدي هڅې وکړي
غني: افغان ځواکونو ته امر شوی چې د ملکي تلفاتو مخنیوي کې جدي هڅې وکړي

نوموړي زیاته کړه چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې امر کړی چې د ملکي‌ تلفاتو د مخنیوي په هدف هر څومره مهم هدف ته انتظار وباسي او یا هم ورڅخه تیر شي.

هغه وویل چې افغان امنیتي‌ او دفاعي ځواکونه د جګړې نړیوالو قوانیونو ته ژمن دي او حتا هڅه کوي «دښمن» ته په جګړه او د برید په صورت کې متوازن او مسؤلانه ځواب ورکړي.

"ما د امنیتي ځواکونو ټولو منسوبینو ته لارښونه کړې ده که هر څومره مهم هدف وي او هلته د یو ملکي فرد د له منځه تلو احتمال وي، باید هغه هدف ته انتظار وباسي او یا ورنه تیر شي."

ولسمشر محمد اشرف غني پر داسې مهال د ملکي‌ تلفاتو د مخنیوي په هدف دغه څرګندونې کوي چې په تېرو ۱۲ ورځو کې له میدان وردګ، غزني، ننګرهار، پکتیکا او لغمان ولایتونو څخه د ملکي تلفاتو اوښتو راپورونه ورکړل شول.

په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتي ګروپ وايي د دوی د معلوماتو له‌مخې په تېرو ۱۲ ورځو کې په جګړو کې ۷۳ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۰۷ نور ټپیان شوي‌ دي.

د دغه ګروپ مشر عزیز احمد تسل د چهارشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې د یادو ملکیانو له ډلې۴۱ یې د حکومتي او نړیوالو ځواکونو او ۳۲ نور یې د وسله والو مخالفینو لخوا وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:"په تېرو ۱۲ ورځو کې د میدان وردګ په تنګي‌ دره کې په عملیاتو کې ۹ تنه وژل شوي، د پکتیکا برمل کې ۷ تنه وژل شوي، د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د ملي اردو د یو ‌پوځي پر کور هوايي برید کې ۱۲ تنه وژل شوي، د لغمان په بادپښ کې هم ملکي تلفات اوښتي او د غزني په اندړو کې ۱۳ تنه ملکیان وژل شوي دي."

په لغمان کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې د ۷ تنو وژل شوو افغانانو د جنازې لمونځ
په لغمان کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې د ۷ تنو وژل شوو افغانانو د جنازې لمونځ

ښاغلي تسل د تېر په څېر یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې د جګړې پر مهال د ملکي تلفاتو مخنیوي ته جدي پام وکړي او په ملکي مېشتو سیمو کې دي هوايي بریدونه نه کوي.

په افغانستان کې د جګړې پرمهال د ملکي‌ تلفاتو موضوع له جدي موضوعاتو څخه ده چې تر دې مخکې نورو بشري بنسټونو هم ورباندې اندېښنه څرګنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG