د لاس رسي وړ اتصالات

خلوتګر: د نۍ په اړه د ولسمشر غني ادعا غلطه ده


خلوتګر د نی د دفتر مشر دی

ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ (نومبر۲۵) په کابل کې د خبرو پر مهال د رسنیو د ملاتړ پر ټولنې (نۍ) نیوکه وکړه چې وايي د خبریالانو قضیې نه دي څېړل شوي.

ښاغلي غني وویل چې حکومت د خبریالانو مشترکه کمېټه جوړه کړې ده چې تر دې دمه یې ۱۷۲ پېښې اروزلي دي او لویې څارنوالۍ ته یې سپارلي دي.

جمهور رئیس غني وايي د لویې څارنوالۍ د معلوماتو په اساس د دغو قضیو ۶۰ یې څېړل شوي چې ۸۳ کسان له خبریالانو سره د زور زیاتي په تور محکوم شوي دي.

ښاغلي غني دا هم وویل چې دوه کسان د خبریالانو د قتل په تور په اعدام محکوم شوي دي.

هغه په خپلو خبرو کې لویې څارنوالۍ ته دنده وسپارله چې د رسنیو د ملاتړ د ټولنې (نی) له چارواکو سره خبرې وکړي او د هغوی د څرګندونو په اړه وضاحت وغواړي.

ښاغلي غني وویل "دوی چې کله جمهوري ریاست ته راځي یو څه وايي او بیا چې د باندې ځي بل څه وايي. باید ټول اړخونه واضح شي چې د هغوی هدف څه دی."

خو د نی مشر مجیب خلوتګر وايي چې د ولسمشر غني دا خبرې کېدی شي په یو ډول پر رسنیو او په خاص ډول پر نۍ فشار راوړي.

ولسشر غني ونه ویل چې نۍ کله ادعا کړې وه چې حکومت د خبریالانو سره د زور زیاتي قضیې جدي نه څېړي او یا پام نه ورته کوي. خو خلوتګر وايي چې ارګ ته نه دي تللي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې اړه به له لویې څارنوالۍ سره همکاري وکړي، خو وايي چې د رسنیو په اړه یې ولسمشر غني سره کومه خبره نه ده کړې.

هغه وویل که یې د دفتر او د مسولینو څرګندونې د واقعیتونو خلاف وي، هغوی د خپلو خبرو مسول دي. دا مسایل داسې مهال مطرح کیږي چې افغانستان لا هم د خبریالانو لپاره یوه خطرناک هېواد ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG