د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې څه باندې پنځه میلیونه خلک فیسبوک کاروي


د مخابراتو وزارت وايي شپږ میلیونه افغانان ټولنیزې رسنۍ کاروي، چې ۸۷ فیصده یې فیسبوک کاروي
د مخابراتو وزارت وايي شپږ میلیونه افغانان ټولنیزې رسنۍ کاروي، چې ۸۷ فیصده یې فیسبوک کاروي

چاروکي وايي په افغانستان کې شاوخوا شپږ میلیونه خلک ټولنیزې رسنۍ کاروي. فیسبوک او ټویټر په افغانستان کې ډېر مینوال لري. خو انتقاد دا دی، چې پر دغو رسنیو د کنترول هېڅ قانون نشته. د مخابراتو وزارت وايي هڅه کوي، چې د ټولنیزو رسنیو کارولو ته یوه تګلاره او چوکاټ جوړ کړي.

په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو اونۍ "د ټولنیزو رسنیو له لارې ښاریانو ته نړیوال معلومات" تر عنوان لاندې ولمانځل شوه. چارواکي وايي په هر لسو افغانانو کې دوه/درې یې ټولنیزې رسنۍ کاروي، خو سرغړونکو ته یې د سزا ورکولو او ښو فعالانو ته یې د ستایلو کوم قانونه نشته.

همدا څو ورځې مخکې د افغانستان د اجرایي رئیس عبدالله عبدالله ټویټر هک شوی و.

د ټولنیزو رسنیو ځینې فعالان اندېښنه لري، په دغه برخه کې د کوم قانون نشتوالی خلکو او حکومت، دواړه ته ستونزې جوړولی شي. د ټولینزو رسنیو فعال، کریم احمدي له حکومت نه غواړي چې ژر تر ژره دې ټولنیزو رسنیو ته یو قانون جوړ کړي.

Afghanistan Social Media
Afghanistan Social Media

د ټولنیزو رسنیو اغیز

د ټولنیزو رسنیو لپاره د قانون نشتوالي ډېرو ته دا واک ورکړی، چې هر څه یې زړه غواړې خپاره او ولیکي. په افغانستان کې په دې ورستیو کې د ټولنیزو رسنیو اغیزې جوت دي، ان ځینې مظاهرې هم د همدغو ټولنیزو رسنیو له لارې تنظیمې او وشوې.

په افغانستان کې په ټولنیزو رسینو کې د روشنايي غورځنګ، تویتري طوفان او داسې نورې پاڼې ډېرې دي، چې د قوم، حکومت، تعصب، افرادو او هېوادونو په ګټې او ضد ډېر څه خپروي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ویاند یاسین صمیم امریکا غږ اشنا ته وویل چې هغوی د انټرنټي جرمونو د مخنیوي، د الکترونکي معاملاتو او الکترونکي امضاو قوانین ترتیب کړي او عدليې وزارت ته یې سپارلي دي.

د ټولنیزو رسنیو د قانون خبرې داسې مهال کیږي او اونۍ یې داسې مهال لمانځل کیږي، چې د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې، نۍ، مسول صدیق الله توحیدي له یونسکو او یوناما نه غوښتي چې، دا اونۍ دې د ټولنیزو رسنیو په نوم ثبت او افغان حکومت دې رسمي کړي.

په افغانستان کې پر فیسبوک، یوټیوب، او ټویټر سربېره، تلګرام، وایبر، وتس آب، انستګرام او داسې نورې ټولنیزې رسنۍ فعاله دي، د مخابراتو وزارت وايي شپږ میلیونه افغانان ټولنیزې رسنۍ کاروي، چې ۸۷ فیصده یې فیسبوک، پنځه فیصده یې ټویټر، دوه فیصده یوټیوب او نور یې په نورو شبکو کې بوخت دي.

XS
SM
MD
LG