د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د ښځو د تعلیم په اړه د طالبانو پرېکړه خواشینوونکې او کرکجنه ده 


طالبانو نجونې په پوهنتون کې له زده کړو منع کړې
طالبانو نجونې په پوهنتون کې له زده کړو منع کړې

د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني په پوهنتونونو کې د نجونو د تحصیل د بندولو په اړه د طالبانو په پرېکړې خواشینې ښودلې او هغه یې د جنستیي تبعیض یوه «ښکاره او کرکجنه بیلګه» بللې ده.

ښاغلي غني نن چهارشنبه ډسمبر ۲۱ (لیندۍ۳۰) په خپل رسمي فیسبوک پاڼې او ټویټر کې په پښتو او دري ژبو په دې اړه په خپرو شویو اعلامیو کې په افغانستان کې «د ښځو د تعلیم او کار اوسنۍ ستونزه ډېره جدي، خواشینوونکې او په یوویشتمه پيړۍ کې د جنسیتي اپارتاید تر ټولو ښکاره او کرکجنه بېلګه» یاده کړې.

طالبانو تېره ورځ په حکومتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو تحصیل وځنډوه او نن یې نجونې ښوونځیو ته پرېنښودلې. د افغانستان مخکني ولسمشر په خپلې اعلامیې کې د طالبانو په دې پرېکړې کې ځینې نورې کړۍ هم دخیلې بللې دي.

په اعلامیې کې ویل شوي دي: «د اوسنۍ حاکمې ډلې د دغه شان ناوړه پرېکړو او د روان بحران د ژورېدو مسؤلیت یوازې طالبانو ته نه، بلکې ټولو هغو افرادو، عناصرو او بنسټونو ته ور ګرځي چې د دوی د سپینولو لپاره یې په سازماني شکل تبلیغات کول او ادعا یې کوله چې دا خلک بدل شوي او د نویو شرایطو په اړه یې درک زیات شوی دی.»

نوموړي نور هغه افراد، عناصر او بنسټونه چې دی یې د طالبانو «مبلغین» بولي، نه دي مشخص کړي.

ښاغلي غني په خپلې اعلامیې کې د ښځو او نجونو په تعلیم ټېنګار کړی دی: «ما په کراتو، کراتو ویلي او بیا یې وایم، که یوه نجلۍ باسواده شي، پنځه راتلونکي نسلونه بدلوي او که یوه نجلۍ بېسواده پاتي شي، راتلونکي کې د پنځو نسلونو د بربادۍ سبب ګرځي.»

نوموړي همدغه راز ویلي دي چې افغانان«د ښځو د تعلیم او کار د حق» په مسئلې کې په «متفق ډول اجماع لري» چې په خبره یې طالبان یې «په مقابل کې نشي درېدلای».

طالبانو که څه هم په خپل فرمان کې د نجونو د تحصیل د ځنډ په اړه نور جزیات او دلایل نه دي ویلي، خو تل یې ټېنګار کړی دی چې د نجونو تعلیم لپاره باید «اسلامي او فرهنګي» چاپېریال برابر شي، مګر منتقدین یې وايي چې افغانستان یو اسلام هېواد دی او نجونې او ښځې په «اسلامي حجاب» کې ښوونځيو او پوهنتونونو ته ځي.

ښاغلي غني ویلي دي: «حاکمه ډله په کوم صلاحیت غواړي د افغانستان تعلیمي نصاب بدل کړي؟ ایا دوی غواړي د افغانستان تعلیمي نصاب د حقانيه مدرسې په نصاب بدل کړي؟ ایا د دوی تعلیمي نظام د امام ابو حنیفه تر نصاب غوره دی؟»

د طالبان دا وروستۍ پرېکړه په کور دننه او بهر په لویه کچه غندل شوې، ان د دوی د حکومت ځینو برحاله مامورینو او مطبوعاتي فعالانو هم په دې اړه اعتراض کړی دی.

د افغانستان مخکنی ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه له هغه وروسته له کابل څخه په الوتکه کې وتښتېده چې له طالبانو سره یې د سولې خبرو «نتیجه ورنکړه».

طالبان په هماغه ورځ بیا په افغانستان باندې واکمن شول او له هغه وروسته یې ښځې له کار، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز مشارکت څخه منع کړې او د نجونو لېسې یې بندې کړې او اوس یې په مخ د پوهنتون دروازې هم وتړلې. ​

XS
SM
MD
LG