د لاس رسي وړ اتصالات

د دیني علماو امنیت په اړه امنیتي بنسټونو ته د غني سپارښتنه


 کورنیو چارو وزارت هم د دیني علماو او مقدسو ځایونو د امنیت د ټينګولو لپاره په نورو تدابیرو کار کوي
کورنیو چارو وزارت هم د دیني علماو او مقدسو ځایونو د امنیت د ټينګولو لپاره په نورو تدابیرو کار کوي

ولسمشر غني له افغان امنیتي بنسټونو څخه غوښتي چې د دیني علماو امنیت ټینګولو ته جدي توجه وکړي.

ښاغلی غني پر داسې مهال د دیني علماو د امنیت ټینګولو سپارښتنه کوي چې د تیرې جمعې په ورځ د کابل ښار شیر شاه سوري جومات کې د جعمې لمانځه پرمهال چاودنې د دغه جومات د امام مولوي عزیزالله ملفح په ګډون څلور لمونځ کوونکي ووژل.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د جون ۱۵(غبرګولې۲۶) ویلي چې ولسمشر غني نن دوشنبه د کابینې غونډه کې پر شیر شاه سوري جومات برید وغندی.

هغه په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي چې ولسمشر غني په جدي ډول امنیتي بنسټونو ته سپارښتنه وکړه چې د علماو، روحانینو، او د هیواد د مذهبي شخصیتونو د امنیت په اړه لا نور اقدمات وکړي.

نوموړي د ولسمشر غني له قوله لیکلي: "د دیني علماو د امنیت ټینګول، د نورو هیوادوالو د امنیت ترڅنګ د امنیتي بنسټونو له عمده لومړیتوبونو څخه دي."

دا په داسې حال کې ده چې په هیواد کې د تاوتریخوالي د پېښو زیاتېدو او په کابل کې په یوه میاشت کې دوو پيژندل شوو دیني علماو وژل کېدو افغانان اندېښمن کړي دي.

روانه میاشت د کابل ښار لسمه امنیتي حوزه کې د وزیر محمد اکبر خان جومات امام مولوي محمد ایاز نیازی هم په جومات کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو موادو په چاودنه کې ووژل شو.

پر وزیر محمد اکبر خان جومات د برید مسؤلیت داعش اخیستی او پر شیر شاه سوري جومات د برید مسؤلیت لا کومې ډلې نه دی منلی.

بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم روانه اونۍ وویل چې ددیني علماو او مقدسو ځایونو دامنیت ټينګولو په اړه پر لانورو تدابیرو کار کوي.

تیره ورځ د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د نشراتو مشر فضل محمد حسیني په کابل کې پر دیني علماو د بریدونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو امریکا غږ ته وویل چې دغه وزارت د جوماتونو د ملا امامانو د امنیت په اړه پر یوې طرحې کار کوي.

دغه بریدونه پر داسې مهال کیږي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو په اړه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پلېدو په اړه هیلې زیاتې شوي دي.

وسله والو طالبانو دغه دواړه بریدونه غندلي دي.

XS
SM
MD
LG