د لاس رسي وړ اتصالات

غني د ۷۰۰۰ نورو طالب بندیانو خوشې کولو ته یو شرط ټاکلی


جمهو رئیس غني څه موده وړاندې د سولې پلان د جګپوړو حکومتي چارواکو سره شریک کړی و.
جمهو رئیس غني څه موده وړاندې د سولې پلان د جګپوړو حکومتي چارواکو سره شریک کړی و.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د جرمني د شپیګل مجلې سره په تازه مرکې کې ویلي چې د شاوخوا ۷۰۰۰ نورو طالب بندیانو په خوشې کولو یې موافقه کړې خو پدې شرط چې د هغوي خوشې کول د هر اړخیزې سولې سبب شي.

د ښاغلي غني د دې څرګندونو نه وړاندې ارګ ویلي و چې د نورو طالب بندیانو د خوشې کولو موضوع، "د بحث وړ نده".

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیالې فاطمه مورچل د همدې روان میلادي کال د اپریل د میاشتې په ۲۲ مې (غوایي ۲) ویلي و، " دا موضوع هیڅ د بحث وړ نده ځکه ۵۰۰۰ طالب بندیان پدې شرط خوشې شوي وو چې هغوي د سولې خبرو ته غاړه کیږدي، جګړه او تشدد بند کړي. "

تر دي وړاندې طالبانو هم په افغانستان کې مطبوعاتو ته ویلي که غوښتنو ته یې مثبت ځواب وویل شي، د ترکیې د استانبول په غونډې کې په ګډون به غور وکړي. خو طالبانو د خپلو دې غوښتونو په هکله وضاحت نه و ورکړی.

ټاکل شوې وه د استانبول غونډه د اپریل د میاشتې په ۲۴ مې شوې وی خو غونډه وروسته تر هغې وځنډول شوه چې طالبانو پکې د ګډون نه انکار وکړ. طالبانو ویلي تر څو چې ټول بهرني ځواکونه د افغانستان نه وتلي نه وي، په هیڅ داسې غونډې کې ګډون نکوي چې د افغانستان د سولې په هکله پکې خبرې کیږي.

جمهور رئیس غني پدې مرکې کې ویلي که طالبان د جګړې د لارې د واک د تر لاسه کولو هڅه وکړي، د هغوي په وړاندې به "د تل لپاره ودریږي"

ښاغلي غني وویل، "امنیتي ځواکونه مو د اوسني وضعیت لپاره چمتو کړي. مونږ د مې په میاشت کې په اغیزناکه توګه د بریدونو په مقابل کې ودرېدو. "

د پاکستان رول

جمهور رئیس غني د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان د عمده رول په هکله وویل چې د دښمنۍ او سولې موضوع اوس د پاکستان په لاس کې ده ځکه چې د ښاغلی غني په قول پاکستان په سیستماتیکه توګه د طالبانو ملاتړ کوي.

ښاغلي غني زیاته کړه، "د طالبانو د کویټې، میرانشاه او پیښور شوراګانې هلته دي چې بیلا بیلې پریکړې کوي. دا ټول د پاکستان ښارونه دي او دوي همالته پراته دي. "

جمهور رئیس غني زیاته کړه چې د طالبانو او د پاکستان د حکومت تر منځ ژورې اړیکې دي خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي.

محمد اشرف غني پدې مرکې کې ویلي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه کابل ته پخپل تازه سفر کې ویلي چې د طالبانو امارت او دکتاتوري د سیمې د هیڅ هیواد په ګټه ندي، په ځانګړي ډول د پاکستان. خو د دې سره سره، د پاکستان د پوځ په ټیټو رتبو کې پدې هکله بل ډول نظر موجود دی.

XS
SM
MD
LG