د لاس رسي وړ اتصالات

غني او پمپیو په سولې او روان وضعیت خبرې وکړي ـ ارګ


ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره په لیدنه کې د افغان سولې د بهیر ترڅنګ په روان سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې کړي دي.

مایک پمپیو نن دوشنبه مارچ ۲۳مه (وري څلورمه) کابل ته د یو نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې په ارګ کې له ولسمشر غني د هغه لومړي مرستیال امرالله صالح او یو شمېر نورو افغان چارواکو سره وکتل.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټوېټر لیکلي: "ولسمشر غني د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره ولیدل، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغان سولې بهیر، په دغه بهیر کې د راتلونکو ګامونو، د افغانستان د سولې په اړه سیمه ییزې اجماع، او همدارنګه د هیواد روان سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه خبرې او نظرونه سره شریک کړل."

رویټرز خبري اژانس تر دې مخکې ویلي وو چې کابل ته د ښاغلي پمپیو سفر د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون عملي کولو ته لا زمینه برابرول وو چې په دې وروستیو کې له سیاسي مخالفیتونو سره مخ شوی دی.

اژانس ویلي چې ټاکل شوې ښاغلی پمپیو له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د رامنځته شوي کړکېچ او سولې بهیر په اړه هم خبرې وکړي.

اسوشېېټډ پرس خبري اژانس هم کابل ته د مایک پمپیو د سفر هدف افغان سیاسي کړکېچ کې منځګړیتوب او له طالبانو سره خبرې بللې دي.

د افغانستان د پخواني اجرايي ریاست مشر عبدالله عبدالله وايي چې له ښاغلي پمپیو سره یې لیدلي‌دي.

هغه په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: "نن له غرمې ورسته مې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي مایک پمپیو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل. پدې لیدنه کې مو د سولې پروسې پر اهمیت او د افغانانو ترمنځ د سیاسي بحران د حل پر اړتیا بحث او د نظرونو تبادله وکړه."

د افغانستان د ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته چې ولسمشر غني یې ګټوونکی اعلان کړ په دغه هیواد کې سیاسي کړکېچ نور هم زیات شو.

عبدالله عبدالله چې ځان په تېرو ټاکنو کې ګټوونکی بولي د ولسمشر غني د لوړې مراسمو سره هم مهاله یې ځان د ټول شموله حکومت د مشر په توګه اعلان کړ، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال وویل چې په افغانستان کې موازي حکومت نه مني.

مایک پمپیو پر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې تېره شپه د افغان حکومت او طالبانو استازو د لومړي ځل لپاره د ویډیو کنفرانس له لارې د زندانیانو د ازادېدو او سولې اړوند موضوعاتو باندې څو ساعته خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG