د لاس رسي وړ اتصالات

غني: یو لوری غواړي د یوې مرموزې کړۍ اراده پر ملت تحمیل کړي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني، وايي د افغانانو د راتلوونکي برخلیک د انتخاب په برخه کې په دقت سره مخته ځي.

نوموړي نن دوشنبه د «چنګاښ پر۳۱مه» په کابل کې د «څارنې او همغږۍ ګډ بورډ» په ۲۲مه ناسته کې د کوم چا د نوم یادولو پرته وویل، چې یو لوری غواړي پر افغانانو د یوې مرموزې کړۍ اراده تحمیل کړي.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې د وړاندې شوو حدودو څخه به هېڅ کله تېر نشي.

نوموړي زیاته کړه:"وضعیت تور او سپین دی، یو اړخ غواړي چې د یوې مرموزې او پټ مخې کړۍ اراده پر خلکو تحمیل کړي، خو بل طرف ملت دی چې غواړي پر خپل برخلیک پخپله تسلط ولري، او پخپلو رایو سره خپل راتلونکی وټاکي، په دې منځ کې معلومیږي، چې د ملت انتخاب چیري دی او څه رنګ دی، دغه ارادې ته په احترام به موږ په دقت مخته ولاړ شو."

ولسمشر غني پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د ولسمشریزو ټاکنو په رانژدې کېدو سره د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو مذاکرات له اوم پړاو څخه تېر شوي دي.

هغه همدارنګه وویل، که څه هم افغانستان په اقتصادي برخه کې پرمختګ کړی، خو زیاته یې کړه چې دغه هېواد بیا هم له تروریزم، افراطیت، داعش او تفکیر سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړی دی.

د یادونې وړ ده چې تېره اونۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب هم په پروان ولایت کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، که چیري د افغان سولې په اړه روانې هڅې د نظام ړنګولو په معنا وي په وړاندې به یې ودریږي.

XS
SM
MD
LG