د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د سولې مذاکراتو مطلوبې پایلې لپاره طالبان باید اوربند ومني


په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په هدف د اوربند مسئله هم د یادو ټېمونو له مهمو وبحثونو څخه ده.
په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په هدف د اوربند مسئله هم د یادو ټېمونو له مهمو وبحثونو څخه ده.

ولسمشر محمد اشرف غني د تاوتریخوالي کمېدو په هدف یو ځل بیا له وسله والو طالبانو څخه وغوښتل چې اوربند وکړي.

نن شنبه سپټمبر۱۹(وږې۲۹) له ارګ څخه د پکتیا د ولایتي شورا د مرستیال ایوب غروال د ترور د خواشینۍ په اړه خپره شوې اعلامیه کې ښاغلي غني پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د اوربند په اړه د افغانستان د خلکو غوښتنه ومني.

په اعلامیه کې ویل شوي: "جمهور رئیس د هیوادوالو د خوندیتوب، د تاوتریخوالي او تروریستي بریدونو د مخنیوي او مطلوبې پایلې ته د سولې مذاکراتو د رسېدو په موخه چې د تلپاتې او باعزته سولې تامین دی یو وار بیا پر طالبانو ډلې غږ وکړ چې بشري، سراسري او دایمي اوربند چې زموږ د افغانستان د خلکو، حکومت او نړیوالو غوښتنه ده، ومني."

ولسمشر غني پر داسې مهال بیا پر وسله والو طالبانو د اوربند غږ کړی چې تیره اونۍ په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پيل شوې.

په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په هدف د اوربند مسئله هم د یادو ټېمونو له مهمو بحثونو څخه ده.

تر دا مهاله د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت او طالبانو ترمنځ درې ځله دواړو لورو د لنډ مهال لپاره اوربند کړی دی.

دا په داسې حال ده چې د افغان چارواکو په وینا په دې وروستیو کې د سولې خبرو پیلېدو سره هم مهاله په هیواد کې جګړو زور اخیستی دی.

بلخوا تیره ورځ په کابل کې د امریکا سفارت هم خبرداری ورکړ چې یو شمېر افراطي ډلې پلان لري په افغانستان کې یو شمېر بریدونه وکړي.

یاد سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې پر یو شمېر ښځینه حکومتي ‌کارکوونکو، ولسي خلکو، په ښوونکو، د بشري حقونو په فعالانو او نورو حکومتي مامورینو د بریدونو خطر زیات دی.

XS
SM
MD
LG