د لاس رسي وړ اتصالات

غني له سیاسي مشرانو او خلیلزاد سره پر سوله غږېدلی


د افغان سولې په اړه د سلا مشرو په دوام افغان چارواکو، د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د سیاسي‌ او جهادي ډلو مشرانو یو ځل بیا سره کتلي دي.

دغه ناسته چې نن د چهارشنبې په ورځ د «وري میاشتې پر ۱۴مه» په ارګ تر سره شوې ولسمشر محمد اشرف غني پر خپل ټوېټر لیکلي چې په دغه غونډه کې د افغان سولې د روان بهیر په اړه ژور بحثونه تر سره شول.

ښاغلي‌ غني لیکلي:"په دغه غونډه کې بحثونه د افغان سولې په اړه د روانو هڅو او په دې برخه کې د راتلونکو ګامونو او په افغانستان کې د وینې تویېدنې پر بندېدو باندې راټول و".

د نننۍ غونډې انځور
د نننۍ غونډې انځور

په دغه غونډه کې د ولسمشر غني ترڅنګ، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د افغان سولې لپاره امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالرب رسول سیاف، ګلبدین حکمتیار، په افغانستان کې د ناټو د عمومي قوماندان په ګډون یو شمېر نورو افغان چارواکو او سیاسیونو ګډون کړی و.

ارګ هم په دې اړه په یو بیان کې ویلي:"سیاسي او جهادي مشرانو د سولې پروسې په اړه خپل لیدلوري، نظریات او اندېښنې شریکې کړې او پر راتلونکو اقداماتو یې مفصل بحثونه وکړل."

افغان حکومت ویلي چې ټاکل شوې په راتلوونکې کې هم ورته ناستې دوام ولري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب چې تر دې مخکې د افغان سولې په بهیر کې د زلمي خلیلزاد پر رول تند انتقادنه کړي و په دغه غونډه کې ګډون نه و کړی.

دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد تر دې مخکې د سولې په اړه د افغان حکومت په مشرۍ د یو پراخ ټېم چې د ټولو اړخونو استازې پکې شامل وي پر جوړولو ټینګار کړی و.

ولسمشر غني هم د تېرې شنبې په ورځ د سولې په هکله د یو واحد نظر رامنځته کولو په اړه د سیاسي او جهادي ډلو له مشرانو لیدلي و.

ښاغلی خلیلزاد چې له تېرو درې ورځو راهیسې په کابل کې دی د تېرې سې شنبې په ورځ په کندهار کې د جنوبي ولایتونو د قومي مشرانو او مخورو سره هم د سولې په مسله خبري کړي دي.

د سولې په هکله د یو پراخ ټېم پر رامنځته کولو پر داسې مهال هڅې کېږي، چې ټاکل شوې د روانې اپرېل میاشتې پر ۱۵مه په قطر کې د سیاسي او جهادي ډلو د مشرانو او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه غونډه تر سره شي.

XS
SM
MD
LG