د لاس رسي وړ اتصالات

داودزی: د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو حقایق باید پټ نشي


د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر یو ځل بیا د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې بهیر د روانو خبرو د جزئیاتو په اړه د معلوماتو نشتوالی د پوښتنی وړ وباله.

محمد عمر داودزي د سې شنبې په ورځ د «وري میاشتې پر ۱۳مه» په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو بهیر په شفاف ډول د افغانستان له خلکو سره نه شریک کېږي.

هغه دغو مذاکراتو ته په اشارې وویل:" له اوږدوالې یې دا پوښتنې په ذهن کې لرم، او دا چې په کومه اندازه د دغو ناستو معلومات د افغانستان له خلکو سره شریک شوي دي... زه ډېر لږ پوښتنې لرم ځکه چې معلوماتو ته زیات لاسرسی لرم، ولې د افغانستان له خلکو سره دغه معلومات په شفاف ډول نه شریک کېږي، موږ دا حق لرو چې دغه معلومات شریک شي."

ښاغلي داودزي، د انتقاد په ډول سره وویل، چې د سولې د روان بهیر په اړه معلومات باید په ډيپلوماټیکه ژبه نه، بلکې هغه څه چې حقیقت لري په واضح ډول بیان شي.

هغه وویل:" هر څومره ژر کېږي باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات پیل شي، له طالبانو سره د بهرنیانو، سیاسي او مدني بنسټونو خبرې چې په هره سطحه وي ښه دي او خپل ځان ته ځانګړی ځای لري، خو دغه مذاکرات باید د افغانستان به ګټه وي".

عمر داودزي تر دې مخکې هم په قطر کې د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ د بندو دروازو تر شا د روانو مذاکراتو په اړه اندېښنه څرګندنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب پر ښاغلي خلیلزاد په تند انتقاد سره ویلي و چې نوموړي په دې اړه له افغان حکومت سره مشوره نه کوي.

محب ویلي و چې خلیزاد د سولې په روانو خبرو کې افغان حکومت څنډې ته کړی دی او له افغان حکومت سره د دغو مذاکراتو جزئیات نه شریکېږي.

خو زلمي خلیلزاد تېره ورځ له ازادي راډیو سره مرکه کې ویلي و چې افغان حکومت یې د سولې په اړه خبرو له ټولو جزئیاتو څخه په دوامداره توګه خبر کړی دی.

دا څرګندونې پر داسې مهال کېږي چې د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانکړي استازي کابل ته سفر کړی او تر دا مهاله یې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په ګډون د یو شمېر نورو دولتي چارواکو ترڅنګ د سیاسي او جهادي ډلو له مشرانو سره هم کتلي دي.

XS
SM
MD
LG