د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې لا هم یو شمېر کورنۍ خپل ماشومان نه واکسینوي -روغتیایي چارواکي


د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر میاشتې د پولیو کمپاین
د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر میاشتې د پولیو کمپاین

د غزني روغتیایي مسؤولین وایي چې په یاد ولایت کې لا هم یو شمېر کورنۍ شته چې د پولیو ناروغۍ په وړاندې خپل ماشومان نه واکسینوي.

روغتیایي چارواکي ژمنه کوي چې دوی به په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د بیلابیلو کړنلارو په کارولو سره دغې ستونزې ته د پای ټکی کیږدي.

په غزني کې د روغتیا د نړیوال سازمان مسؤول، ډاکټر فضل احمد حنیف، امریکا غږ ته وویل: ”د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام په وړاندې ننګونې شته، او لا هم په ځینو ولسوالیو لکه آب بند، ګیلان، ناوه، ګیرو، اندړ او قره باغ کې یو شمېر کورنۍ له واکسین سره مخالفت کوي.

د نوموړي په وینا، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف اداره په دغو سیمو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کوي، تر څو یادې ستونزې ته د پای ټکی کېښودل شي.

د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ اوسیدونکي، ګل محمد، امریکا غږ ته وویل: ”موږ پخوا د منفي تبلیغاتو له امله خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین نه ورکوه، خو له هغه راهیسې چې د یاد واکسین په ګټو پوهیدلي یو، خپل ټول ماشومان واکسینوو.

د غزنی ولایت اوسیدونکې جمیله چې د څلورو ماشومانو مور ده بیا خپل نظر داسی شریکوي: ”ما تل خپل ماشومان واکسین کړي او همدا لامل دی چې شکر روغ دي. زه له ټولو میندو او پلرونو غواړم چې د خپلو ماشومانو واکسین کول له پامه ونه غورځوي.

له واکسین سره د مخالفت کوونکو کورنیو د شمېر د کمولو په موخه، روغتیا پالان ټینګار کوي چې نه یواځې روغتیایي کارکوونکي، بلکه د ټولنې مشران، دیني عالمان، ښوونکي او ځوانان باید په ګډه خلکو ته د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه معلومات ورکړي.

XS
SM
MD
LG