د لاس رسي وړ اتصالات

د مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو استازي: له زده کړو د یو نسل محرومول فاجعه ده


په افغانستان کې د مدني ټولنو، سیاسي ګوندنو او قومي شوراګانو استازو یوې غونډې کې د طالبانو له حکومت څخه د نجونو لپاره تر شپږم ټولګیو پورته د پرانیستلو غوښتنه وکړه.

دوی نن پنجشنبه اپرېل ۲۱ (غوايي لومړۍ» په کابل کې خبري کنفرانس کې وویل چې د نجونو لپاره تر شپږم ټولګیو پورته بندېدل به نه جبرانېدونکې پایلې ولري.

د کنفرانس د ګډونوالو په وینا د نجونو پرمخ تر شپږم پورته ټولګیو بندېدل نه یوزاې دا چې افغانستان له نړۍ سره له سیالۍ را ګرځوي بلکې افغانان په پراخه کچه مهاجرت ته اړباسي.

په افغانستان کې د مدني ټولنو او قومي شوراګانواستازو په دې اړه خپل پرېکړه لیک کې وویل چې له زده کړو څخه اته میاشتې د یو نسل محرومول یوه فاجعه ده.

د یادو شوراګانو پرېکړه لیک کې راغلي: "موږ دیني عالمان، د مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو غړي او د بېلابېلو قومونو او اقشارو خلک یو ځل بیا د اسلامي امارت پر چارواکو غږ کوو چې له زده کړو څخه اته میاشتې د یوه نسل محروم ساتل لویه ضایعه نه بلکې فاجعه ده.او دوام یې نه نور د منلو او نه د زغملو وړ دی.موږ ټینګار کوو چې د نجونو ښوونځي دې ژر تر ژره پرانیستل شي.او ښځو ته دې د کار اجازه او نور مشروع حقونه ورکړل شي."

په پرېکړه لیک کې د طالبانو له رهبرۍ څخه غوښتل شوي چې په دې اړه حقیقت دې له ملت سره شریک کړي او له هغوی څخه دي مرسته وغواړي.

د کنفرانس ګډونوالو وویل چې د طالبانو حکومت دې پخپلو پرېکړو کې د خلکو خوښه او نظریې په پام کې ونیسي.

خو د یاد کنفرانس یوې ګډونوالې نعیمه غني وویل چې په اړه د والدینو نظر دی اخیستل شوي او په خبره یې دغه پرېکړه پر کورنیو باندې تحمیل شوې ده.

نوموړې زیاته کړه چې د ښوونځيو بندېدو ناوړه پایلې افغانستان او افغانانو ته متوجه کیږي چې له امله به یې له وطن څخه دخلکو په وتلو مهاجرتونه زیات شي.

اغلې غني وویل: "د دې لپاره باید پر اسلامي امارت باندې غږ وکړو چې نور باید نسل له تعلیم څخه محروم نشي.اته میاشتې یو نسل له خپلو حقونو څخه محرومول دا یوه ډېره لویه خبره ده... حقیقت دې له خلکو سره شریک شي که دخلکو مرستې ته ضرورت وي پر خلکو دې غږ وشي، موږ حاضر یو چې هر ډول مرسته وکړو او دغه ستونزه په ګډه له منځه یوسو... اما په دغه تصمیم کې موږ میندې او پلرونه شریک نه یو چې موږ خپل ماشومان څنګه وروزو دغه تصمیم پر موږ تحمیل شوی.د افغانستان د خلکو نظر دي وپوښتل شي چې دوی د خپلو اولادونو لپاره څرنګه تعلیم غواړي."

نوموړې زیاته کړه چې د افغانسستان اکثره فیصدي خلک غواړي چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی ټامس ویسټ ویلي چې طالبان دې د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو زده کړو باندې بندیز لغو کړي.

ښاغلي ویسټ د پنجشنبې په ورځ اپرېل ۲۱ (غوايي لومړۍ) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې اړه یې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره خبرې کړي دي.

د هغه په خبره دغه محدودیتونه له افغانانو سره د طالبانو د مکررو تضمیونونو سره په ټکر کې دي، د ښځو او نجونو حقوق نقضوي او دافغانستان راتلوونکی کمزوری کوي.

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت څخه اته میاشتې تیریږي، د نجونو پر مخ د ښوونځيو د متوسطې او لېسې دروازې بندې دي او د طالبانو حکومت د خپلې ژمنې خلاف د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ د ورې میاشتې پر دریمه نېټه، یو ځل بیا اعلان وکړ چې دنجونو تر شپږم پورته ټولګي به تر بلې خبرتیا پورې بند وي.

د طالبانو د پوهنې وزارت په ښکاره د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو درسونو ځنډولو لپاره دوه دلیلونه وړاندې کړي دي.لومړی د شریعت مطابق د شرایطو برابرېدل او دوهم د افغاني دود او کلتور مطابق فضا رامنځته کېدل، خو د دغه معیارونو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

خو د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد رایان ویاند امریکا غږ ته وویل چې د نجونو پر مخ د متوسطه او لېسو پرانیستلو په اړه د طالبانو د رهبرۍ په کچه بحثونه روان دي.

XS
SM
MD
LG