د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: یونیسف راتلوونکې اونۍ افغان ښوونکو ته د معاشونو ورکول پيلوي


د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي، ټاکل شوې افغان ښوونکو ته د دوو میاشتو معاشونو ورکولو بهیر تر یوې اونۍ پورې پيل شي.

د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد رایان د سې شنبې په ورځ اپرېل ۱۹ (وري ۳۰) خبریالانو ته په لېږلي پیغام کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) ژمنه کړې ده چې د ښوونکو د معاشونو ورکولو بهیر به ډېر بشپړه کړي.

د ښاغلي رایان په وینا د یونیسف د دغه پرېکړې په اساس ټاکل شوې د مېرمنو په شمول ۹۴زره افغان ښوونکو ته د وو میاشتو ۲۰۰ دالر معاش ورکړل شي.

ښاغلي رایان زیاته کړې: "د هیواد هغه ۶ سلنه ښوونکي چې بانکي حسابونه نه لري او دمعتمد له لارې ورته لاس په لاس معاش ورکول کېږي، تر راتلونکې اونۍ پورې به د پوهنې وزارت دمالي او حسابداري ریاست د پوهنې د ولایتي ریاستونو سره په هماهنګي به هغوی ته دمعاش رسولو لپاره یو مناسب مېکانیزم جوړوي."

د پوهنې وزارت ویاند زیاته کړه چې دوی په هیواد کې د ښوونکو د شمېر په اړه تازه څېړنه تر سره کړې او په خبره یې اوس مهال په دغه وزارت کې «هیڅ خیالي ښوونکی» شتون نلري.

یونیسف د نوي تعلیمي کال له پيل څخه په دغه هیواد کې هر ښوونکي ته ۱۰۰ امریکا ډالر ورکړل او تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي و چې د روان کال تر پایه د ټولو ښوونکو د معاشونو ورکولو ته ژمن دي.

په کابل ښار کې ګڼو ښوونکو د یونیسف لخوا هغوی ته د معاشونو ورکولو هر کلی کړی دی.د میرویس همدرد په نوم د یو دولتي ښوونځي ښوونکي امریکا غږ ته وویل چې ښوونکي له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او باید معاشونه یې پر وخت ورکړل شي.

ښاغلي همدرد زیاته کړه: "تر دا مهاله مو یو ځل ۱۰۰ ډالر تر لاسه کړي دي، زموږ اقتصادي ستونزې زیاتې شوي دي او دغه پیسې موږ ته بسنه نکوي. موږ د موټر کرایه لرله چې هغه اوس نه راکول کیږي او همدارنګه مو د لیسانس په خاطر ۲۰۰۰ افغانۍ اخیستلې دغه پیسې هم قطعه شوي دي."

خو نوموړي زیاته کړه چې هر میاشت د ملګرو ملتونو لخوا افغان ښوونکو ته ۱۰۰ ډالر ورکول تر یوې اندازې کولای شي د دوی ستونزې هوارې کړي.

یونیسف پر داسې مهال افغان ښوونکو ته د معاشونو پرېکړه کوي چې لا هم په دغه هیواد کې د طالبانو حکومت د ژمنې خلاف نجونو تر شپږم پورته ټولګي لا هم د هغوی پر مخ بند دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي و چې په افغانستان کې له زرګونو ښوونکو څخه د ملاتړ لپاره ۲۵۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

یونیسف د تیرې فبرورۍ میاشتې پر ۲۰مه ویلي و چې د میلونونو ماشومانو څخه د ملاتړ په هدف ټاکل شوې په دغه هیواد کې ۱۹۴زره ښوونکو سره مالي مرستې وکړي.

XS
SM
MD
LG