د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د نجونو پر مخ ښوونځيو خلاصولو په اړه د غوښتونو دوام


په افغانستان کې د قلم لار ټولنې مسؤلین وايي، په پکتیا ولایت کې د نجونو پر مخ د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو ښوونځيو بیرته بندېدو په غبرګون کې د پکتیا د خلکو د ملاتړ په هدف پراخ کمپاین پيل کړي دی.

د دغه بنسټ مشر مطیع الله ویسا نن چهارشنبه سپټمبر ۱۳ (وږې ۲۳) امریکاغږ ته وویل چې د یادې مسئلې په اړه یې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې له خلکو سره د نجونو ښوونځيو بیرته خلاصولو په اړه ناستې کوي.

ښاغلي ویسا وویل: "کله چې د پکتیا ولسونو د نجونو ښوونځي پرانیستل او تر هغه وروسته د امارت لخوا بند شول، په ټول افغانستان کې خلکو اعتراضونه وکړل اوس هم روان دي په ټولنیزو رسنیو کې، قلم لار هم په دیارلس، څوارلس ولایتونو کې له خلکو سره ناستې لري،هره ورځ موږ خپل غږ پورته کوو، پر ټولنیزو رسنیو مو د پکتیا د خلکو په ملاتړ باندې کمپاین پیل کړی دی چې زرګونه کسان زموږ سره برخه اخیستې ده.له قومي مشرانو، دیني علماو او ولسي خلکو سره په تماس کې یو، تر څو هغوی د خپلو حقونو او نجونو د تعلم لپاره خپل غږ پورته کړي د پکتیا د ولسونو ملاتړ وکړي، تر څو د نجونو ښوونځي ژر تر ژره خلاص کړي.تعلیم چې د نجونو اسلامي او انساني حق دی، موږ یې خامخا غواړو."

نوموړي زیاته کړه چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو بیرته بندېدل بې باوري، مایوسي او د ولس او دولت ترمنځ فاصله رامنځته کوي. هغه وویل چې د قلم لار ټولنې او ټول ولس غوښتنه داده چې د پکتیا ولایت په ګډون په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي بیرته خلاص شي.

د ښاغلي ویسا په وینا ټول ولسونه چې دوی ورسره ناستې کړي د نجونو پر مخ د نجونو ښوونځيو پرانیستلو غوښتنه کوي او په خبره یې د ولسونو غوښتنې د ځینو طالب چارواکو هغه بهانه ختمه کړه چې تر شپږم پورته د نجونو ښوونځیو پرانیستل یې کلتوري ستونزې بللي وې.

داپه داسې حال کې ده چې روانه اونۍ په پکتیا ولایت کې یو شمېر نجونو زده کوونکو د یو لاریون په ترڅ کې د هغوی پر مخ د یادو ښوونځیو بیرته خلاصولو غوښتنه وکړه.

دغه نجونې زده کوونکي چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده تېره شنبه سپټمبر ۱۰ (وږې ۱۹) سهار د پکتیا مرکز ګردېز سړکونو ته راوتلي وې او د ټولو لپاره یې د زده کړو حق غوښتلو شعارونه ورکول.

د راپورنو له مخې څو ورځې مخکې په دغه ولایت کې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته څو ښوونځي خلاص شوي و، خو تېره شنبه یې د بیرته تړل کېدو خبر ورکړل شو.

پر همدې مهال د سعادت کیارنګ په نوم د ښځو د حقوقو یوه فعاله وايي چې د تېر یو کال راپدېخوا په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو زده کوونکي زنجونو له تعلیم څخه محرومې دي.

هغه وايي: "یو کال کیږي چې نجونو له تعلیم څخه محرومې دي. هغوی له رواني فشار سره مخ دي.موږ زده کوونکي نجونې دا ډول شرایطو ته چمتو نوې. اصلاً یې د داسې شرایطو فکر یې هم نه وکړئ.بدبختانه یو کال کیږي چې هغوی پر کورنو کېنول شوي دي.دا د هغوی د راتلونکي په اړه ډېرې ناوړه پایلې لري."

د تیر یو کال راپدېخوا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د نجونو تر شپږم پورته ټولګي تر امر ثاني بند شوي چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

بلخوا د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر په دغه هیواد کې د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو بندېدو لامل یو ځل بیا کلتوري ستونزې یادوي.

ښاغلي منیر پرون یکشنبه په روزګان ولایت کې خبریالانو ته وویل چې د لیري پرتو سیمو اوسېدونکي په اوسنیو شرایط کې نه غواړي چې خپلې ۱۶ کلنې لوڼې ښوونځيو ته واستوي.

ښاغلي منیر پرون یکشنبه سپټمبر ۱۱ (وږې ۲۰) مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د نجونو ښوونځیو نه خلاصېدو د لامل په اړه وویل، که په دې اړه د لیري پرتو سیمو له سپینږیرو څخه پوښتنه وشي معلوم به شي چې څو سلنه خلک چمتو دي چې خپلې ۱۶ کلنې لوڼې ښوونځي ته واستوي.

خو هغه د دې سره سره وویل چې د طالبانو حکومت په دې اړه کوښښ کوي څو داسې شرایط رامنځته کړي چې د خلکو اعتراض هم رانشي او تعلیم هم پخپلو اصولو برابر شروع شي.د طالبانو د پوهنې وزارت دغه څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه وپارول.

XS
SM
MD
LG