د لاس رسي وړ اتصالات

د هرات اوسیدونکي: د هرات په ښار کې د نجونو لیسې بیرته پرانیستل شوي


د افغانستان د دریم ستر ولایت هرات په مرکز کې له اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي بیرته پرانیستل شوي دي.

د یاد ولایت اوسیدونکو د دوشنبې په ورځ نومبر ۸ (لړم ۱۸) اسوشیټد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې په دې ولایت کې د نجونو ښوونځی په یوڅه تغیراتو سره بیرته پرانیستل شوي دي.

طالبان کابو درې میاشتې مخکې پر ټول افغانستان واکمن شوي دي خو پر دې ډلې نړیوال فشارونه ځکه موجود دي چې ټولو نجونو ته د ښونځي د تګ اجازه ورکړي.

طالبانو تر اوسه په هرات کې ښوونځیو ته د نجونو د تګ پخلی ندی کړی خو په هغه ولایت کې میندې او پلرونه وایي چې لورګانې یې په تیرو دوو ورځو کې ښوونځي ته تللي دي.

کورنۍ وایي چې په هرات ښار کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ۲۶ ښوونځي پرانیستل شوي دي. خو تر اوسه د یاد ولایت په نورو برخو کې د کوم ښوونځي د پرانیستل کیدو راپور ورکړل شوی ندی.

د هرات ولایت اوسیدونکي محمد رفیق صدیقي اسوشیټډ پرس خبري آژانس ته ویلي د هغه دوه لوڼې چې په اتم او نهم ټولګي کې دي، ښوونځي ته په تګ ډیرې خوشاله دي.

نوموړي وویل:"کله چې هغوی ښوونځي ته نشوای تللی زه د خپلو لوڼو په نسبت لس برابره ډیره ځوریدم."

کله چې طالبان د لومړي ځل لپاره له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې په افغانستان کې واکمن وو، ټولې نجونې او میرمنې یې له ښوونځي او کار کولو څخه منع کړي وې.

په تیرو شلو کلونو کې د امریکا له ملاتړ څخه د برخمن حکومت پرمهال په ښوونځیو کې د نجونو حضور او د میرمنو د کار کولو پراخه زمینه، ستره لاسته راوړنه بلل کیده.

طالبانو د اګست په ۱۵ نیټه د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت وپرځاوه خو نړیوالې ټولنې ویلي تر هغه چې د طالبانو حکومت د میرمنو حقونو ته د درناوي او ښوونځیو ته د نجونو د پریښودلو په ګډون یو لړ غوښتنې ونه مني، د هغوی حکومت به په رسمیت ونه پيژني.

طالبانو ټولو هلکانو ته د ښوونځي د تګ اجازه ورکړې ده خو نجونې یوازې تر ابتدایه برخې پورې ښوونځي ته تللی شي‌ او میرمنې کولی شي کولی شي په خصوصي پوهنتونونو کې زده کړو ته دوام ورکړي.

د طالبانو حکومت ویلي دي چې په خاصو شرایطو سره به نجونو او میرمنو ته د زده کړو زمینه مساعده کړي خو تر اوسه یې په دې اړه دقیق وخت ندی ښودلی او دا یې هم نده ورښانه کړې چې د زده کړو څه ډول چاپیریال په رامنځ ته کوي.

په هرات ولایت کې د طالبانو د والي دفتر او د پوهنې ریاست په دې ولایت کې د نجونو د ښوونځیو په اړه د اسوشیټډ پرس تماسونو ته ځواب ندی ورکړی.

XS
SM
MD
LG