د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتېرش: افغانستان کې پاتې کیږو او د نجونو او ښځو د حقونو دفاع کوو


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش وايي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش وايي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش وايي، تر څو چې افغان نجونې ښوونځي او مېرمنې دندو ته نوي ستنې شوې خپلې هڅې به ونه دروي.

ښاغلي ګوتېرش د شنبې په ورځ اکتوبر ۲۳ (لړم لومړۍ) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "ملګري ملتونه په افغانستان کې پاتې کیږي او د مېرمنو او نجونو د حقوقو ترویج او دفاع ته به دوام ورکړي. موږ به تر هغو ونه دریږو چې نجونې بیرته ښوونځیو ته لاړې نشي او مېرمنې بیرته خپلو دندو او په ټولنه کې عمومي ژوند ته ګرځېدلې نوي."

روانه میاشت د بخښنې نړیوال سازمان هم وویل چې طالبان پرته له ځنډه د نجونو زده کوونکو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

د بخښنې نړیوال سازمان د روانې اکتوبر میاشتې پر ۱۳ پخپل راپور کې وویل چې یو شمير افغان زده کوونکو، ښوونکو او د ښوونځيو مدیرانو له دې سازمان سره د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځيو نه خلاصېدو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان مشرې اګنس کالامارد د اندېښنې په ښودلو سره ویلي و چې په افغانستان کې د نجونو د یو پوره نسل هیلې او ارمانونه تر پښو لاندې کیږي.

یاد سازمان ویلي و چې د زده کړو حق یو اساسي او بشري حق دی په داسې حال کې چې طالبان پر افغانستان حاکمیت لري باید دغه حق پر ځای کړي.

طالبانو شااوخوا یوه میاشت مخکې د هلکانو د متوسطه ښوونځیو او لېسو پرانیستلو امر ورکړ، خو تر دا مهاله یې له شپږم ټولګي څخه پورته د انجونو د ښوونځیو پرانیستلو په اړه تصمیم نه دی نیولی.

خو بلخوا ویل کیږي چې په ځينو شمالي ولایتونو کې له لومړي ټولګي څخه بیا تر ۱۲ ټولګي پوري ښوونځي د نجونو زده کوونکو پر مخ پرانیستل شوي دي.

طالبانوو تر دې مخکې ویلي و چې دوی د نجونو لپاره د ښوونځیو پرانیستلو په برخه کې د یو (خوندي چاپيریال) پر رامنځته کولو کار کوي.

د شااوخوا دوو میاشتو راپدېخوا پر کابل د طالبانو تر حاکمیت وروسته دندو ته د افغان مېرمنو تګ هم ټکنی شوی دی.

که څه هم طالبانو ویلي چې دوی د ښځو د کار مخالفت نکوي او په خبره یې پر داسې طرحو کار کوي چې مېرمنو ته د کار کولو خوندي چاپېریال رامنځته کړي.

خو د دې سره سره یو شمېر مېرمنې شکایت کوي چې تر دا مهاله د طالبانو لخوا د کار کولو موقع ورته نه برابره شوې.

طالبانو تر دې مخکې ویلي و چې د افغانستان د پاسپورت ریاست، روغتیا وزارت او نورو اړوندو ادارو کې چې د ښځو اړتیا لیدل کیږي هلته یې ښځینه کار کوونکو ته د کار اجازه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG