د لاس رسي وړ اتصالات

فنلنډ کې د لینن وروستۍ مجسمه  ونړول شوه


نلنډ د اکتوبر په څلورمه د پخواني شوروي اتحاد د مشر ولادیمیر لینن وروستۍ مجسمه له یو واټ څخه لیرې کړه
نلنډ د اکتوبر په څلورمه د پخواني شوروي اتحاد د مشر ولادیمیر لینن وروستۍ مجسمه له یو واټ څخه لیرې کړه

فنلنډ نن د اکتوبر په څلورمه (تلې ۱۱) د پخواني شوروي اتحاد د مشر ولادیمیر لینن وروستۍ مجسمه د کوټکا د ښار له یو واټ څخه لیرې کړه.

ددې مجسمې د لیرې کولو پر وخت په لسګونو کسان راټول شوي وو او د مجسمې د لیرې کول یې ونمانځل، خو یو کس چې د شوروي بیرغ یې په لاس کې و، د مجسمې په لیرې کولو یې پداسې حال کې اعتراض کاوه چې مجسمه د سړک څخه لیرې شوې او په یوه لارۍ کې لیږدول شوې وه.

ددې پیښې یو ګډونوال، ۷۷ کلن ماتي لیکونین وویل، له سړکونو څخه د نړۍ د یوه تر ټولو ظالم حکومت، شوروي کمونیزم د بنسټ ایښودونکي د مجسمې لرې کول یو ستر کار دی.

د ښار د پلان جوړونې رئیس مارککو هانونین وویل چې د ځینو خلکو لپاره دا مجسمه یو څه نا څه ګرانه یا پیژندل شوې وه، خو ډیر شمیر خلکو پدې دلیل دا مجسمه د فنلینډ په تاریخ کې د استبدادي واکمنۍ دور منعکس کاوه د هغه لیرې کول یې غوښتل.

فنلنډ چې په دوهمه نړيواله جګړه کې له شوروي اتحاد سره په خونړۍ جګړه کې ښکېل شوی و، خو د سړې جګړې پر مهال د بې پرې پاتې کېدو د ژمنې په ضمانت مسکو ژمنه کړې وه چې نه به یې اشغال کوي.

استونیا دغه مجسمه په ۱۹۷۹ کال کې د کوټکا ښار ته ډالۍ کړې وه.

د راپورونو له مخې دغه مجسمه څو ځلې د مخالفینو له خوا ویجاړه شوې وه او یو ځل فنلنډ له مسکو څخه پدې خاطر بخښنه غوښتې وه چې یو چا د لینن د مجسمې لاس سور رنګ کړی و.

فنلنډ په وروستیو میاشتو کې د خپلو ښارونو له سړکونو څخه د شوروي د دورې څو مجسمې لرې کړې دي.

وروسته له هغه چې روسيې پر اوکراين پوځي يرغل وکړ، فنلنډ د څو لسیزو بیطرفۍ وروسته د مې په مياشت کې د ناټو د غړيتوب غوښتنه وکړه؛ هغه اقدام چې مسکو "غلط" بللی دی.

XS
SM
MD
LG