د لاس رسي وړ اتصالات

کرملین: ولسمشر پوتین د میخایل ګوربچوف په جنازه کې ګډون نکوي 


پوتین او ګوربچوف
پوتین او ګوربچوف

د کرملین ویاند دمتري پسکوف وايي چې د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین د خپل مصروف مهالوېش له کبله نشي کولای چې د پخواني شوروي اتحاد د وروستي رهبر میخایل ګوربچوف د جنازې په مراسمو کې برخه واخلي.

میخایل ګوربچوف د سه شنبې په ورځ د ۹۱ کالونو په عمر کې مړ شو.

ښاغلي پسکوف وویل: «د جنازې او خدای په امان مراسم د سپتمبر په درېیمه نېټه ادا کېږي، له بده مرغه د ولسمشر د کار مهالوېش هغه ته اجازه نه ورکوي چې ګډون وکړي.»

هغه وویل چې ښاغلي پوتین په روغتون کې ښاغلي ګوربچوف ته د درناوي مراتب وړاندې کړي دي. د رویټرز خبري اژانس وايي چې د روسیې په دولتي تلویزون کې وښودل شول چې ولسمشر پوتین د روغتون په یو تش صالون کې د میخایل کوربچوف د تابوت تر څنګ د ګلونو ګېډۍ ږدي او بیا د څو شېبو لپاره خاموش درېږي.

د ګوربچوف د جنازې مراسم د شنبې په ورځ په مسکو کې د «ستنو په تالار» کې کېږي، دې ځای کې په ۱۹۵۳ کال کې د پخواني شوروي اتحاد د بل مشر جوزیف سټالین د جنازې مراسم هم ترسره شوي وو او دا ځای په دې هم مشهور دی چې د لوړ پوړیو مقاماتو د جنازې مراسم پکې کېږي.

ګوربچوف به په همدې ورځ د «نوودیویچي» په هدیره کې د خپلې مېرمنې رایسا تر څنګ، چې په ۱۹۹۹کال کې مړه شوه، ښخ کړل شي.

د کرملین ویاند وویل چې د میخایل ګوربچوف په جنازې کې به د درناوي ګارد هم درول کېږي او ځینې نور دولتي مراتب هم ادا کېږي.

میخایل ګوربچوف د پخواني شوروي اتحاد په پاشل کېدو سره د تاریخ بڼه بدله کړه او د شلمې پېړۍ یو مخکښ سیاستوال و. د شوروي اتحاد د مشر په توګه د هغه اصلاحاتو روسیه بدله کړه او لویدیځې اروپا ته یې اجازه ورکړه چې د شوروي له واکمنۍ څخه ځانونه ازاد کړي.

سره له دې چې نوموړی د دغو تغیراتو له کبله په لویدیځ کې ستایل کېده، خو کله چې روسیه په اقتصادي ستونزو کې ډوبه شوه او نړیوال اغیز یې کم شو، ګوربچوف د ډېرو روسانو له لوري‌ غندل کېده.

د روسیې اوسني ولسمشر ولادمیرپوتین، چې د شوروي‌ اتحاد ړنګېدل د شلمې پېړۍ تر ټولو لویه جیوپولیټیکل غمیزه بولي، د خپلې څه باندې شل کلنې واکمنۍ ډېره برخه د ښاغلي ګوربچوف د میراث د ځينو برخو په بدلولو تېره کړه.

منتقدان وايي چې د پوتین له لوري د خپلواکو رسنیو او مخالفو سیاستوالو ځپل د ګوربچوف د هغو هڅو ختمول دي چې غوښتل یې د شوروي سیستم ته «ازاده فضا» ور داخله کړي.

ښاغلي پوتین د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې پوځي یرغل وکړ، اوکراین د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته یې ازاده واخیسته.

په لویدیځ کې د ښاغلي ګوربچوف په مړینې غمرازي ښودل شوې خو په روسیې کې دننه غبرګون بل ډول و او هغه په نړیواله کچه د روسیې د اغیز په کمولو تورن شوی دی.

کرملین د میخایل ګوربچوف د مړینې له کبله د ولسمشر پوتین په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي دي چې «هغه یو داسې سیاستوال او دولتمدار و چې د نړۍ د تاریخ په اوږدو کې یې لوی اغیز» لره.

ښاغلي پوتین زیاته کړه ده: «هغه په یو پیچلي وضعیت، ډراماتیکو تغیراتو، په لویه پیمانه کې د بهرنۍ تګلارې، د اقتصادي او اجتماعي ننګونو او مشکلاتو په وخت کې زموږ هېواد رهبري کړ.»

XS
SM
MD
LG