د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات کې د انگورو حاصل ١٥ فیصده زیات شوی


په هرات کې ٥٠ ډوله انگور کیږي
په هرات کې ٥٠ ډوله انگور کیږي

د هرات د کرهڼې مسولین وایي سږکال په هرات کې ۱۲۰ زره متریک ټن انگور شوي چې دا د تیر کال په پرتله په سلو ١٥ زیاتوالی ښیي.

په عین وخت کې د هرات والي وایي د لومړي ځل لپاره څه دپاسه ۷۵۰۰ تټنه انگور له دې ولایت نه د پاکستان بازارونو ته صادریږي چې د هرات د باغدارانو په ژوند کې به یو مثبت بدلون راولي.

د هرات ولایت د کرهڼې د ریاست مقامات وایي د هرات باغدارانو تیر شمسي کال د انگورو څه دپاسه ۱۰۰ متریک ټن حاصل پورته کړی و خو سږکال به د هغوی حاصل د ۱۲۰ زره متریک ټنو واوړي

د هرات د انگور یوه برخه حاصل پاکستان ته صادریږي
د هرات د انگور یوه برخه حاصل پاکستان ته صادریږي

د هرات د کرهنې امر بشیراحمد احمدي وایي په روان کال کې نژدې اته زره هکتاره ځمکه د هرات باغدارانو د انگورو بوټو کښینولو ته ځانگړې کړې چې کیدای شي ددې ولایت د انگورو حاصلات ١٥ فیصده نور هم زیات شي.

ښاغلي احمدي زیاته کړه چې "د خوښۍ ځای دی چې سږکال د باغدارۍ وضعیت ښه دی او مونږ په مجموعي توگه ۷۶۸۰ هکتاره د انگورو باغونه لرو او اټکل کیدای شي چې څه دپاسه ۱۲۰ زره متریک ټن انگور به ترې ترلاسه شي. سږني انگور بیساري دي او ٦٠ فیصده به یې د کشمشو لپاره پروسس شي او ۴٠ فیصده نور به یې په تازه توگه په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې وپلورل شي."

بلخوا د هرات والي محمد آصف رحیمی وایي پاکستان ته ددې ولایت د انگورو له صادراتو نه دهقانان ٢٣٦ میلیون افغانۍ عاید ترلاسه کوي چې کیدای شي د هغوی د کورنیو په اقتصاد باندې ښه تاثیر واچوي او پدې ولایت کرهڼه لا پرمختیا وکړي.

خو ددې سره سره یو شمیر باغداران او کروندگر د حکومت نه د زیاتو اسانتیاو د برابرو غوښتنه کوي. هغوی د د کرهڼې وزارت نه غواړي چې ورته سترې او معیاري سردخانې جوړې کړي تر څو چې د هغوی زراعتي محصولات له ضایع کیدو وژغورل شي.

XS
SM
MD
LG