د لاس رسي وړ اتصالات

کډوال بېرېږي چې ترکیې ته به په زور وشړل شي


د افغانستان یوشمېر کډوالې مېرمنی د یونان د پېرایس په کمپ کې خپلې جامې وینځي
د افغانستان یوشمېر کډوالې مېرمنی د یونان د پېرایس په کمپ کې خپلې جامې وینځي

ډیرو کډوالو د یونان د لیسبوس په ټاپو کې پرون د لوږې اعتصاب وکړ چې ترکیې ته بیرته په زور ورستانه نکړی شي

د اروپايي اتحاد د فرنټېکس د سرحدي چارو اداري دهغو کډوالو مخه ونیوله چی له ترکیې ته یونان ته تلل. همدرانگه د ایټالیې ساحلي ساتونکیو ٣١۴ کډوال په سیسلي کې له ډېرو سختو ناوړه شرایطو نه وژغورل. هغه کډوال چې په یونان کې خپل برخلیک ته منتظر دي هغوی هم په ډېرو ناوړه شرایطو کې ژوند کوي.

هغه کډوال چې نن د ایټالېې ساحلي ساتونکیو وژغورل، په هغو کې٥١ ښځې او ١٠٧ تنه کم عمره کډوال شامل وو. رپوټ وايی دغه بېړۍ له مصر نه د اروپا په لور روانه شوې وه. څرنگه چې دهو اشرایط ډیر خراب وو نو ژغوروونکیو ته ېې د خطر سگنل لېږلی و. په دغو کډوالو کې د سوریې، مصر، فلسطین، لېبیا ، سومالیا او سوډان کډوال شامل وو.

د کډوالو ماشومان په ېوه بېړۍ کلې د لیسبوس ټاپو ته انتقالېږي
د کډوالو ماشومان په ېوه بېړۍ کلې د لیسبوس ټاپو ته انتقالېږي

همدارنگه، هغه کډوال چې له ترکیې نه د قاچاقبرانو په بېړیو کې یونان ته تلل، د اروپايي اتحاد د سرحداتو یوې ادارې فرنټیکس نن د پنجشنبی په ورځ ونیول. دغه کډوال د فرنټېکس دادارې په دوه بېړیو کې د یونان د کایاس ټاپو ته ورسول شول. په ژغورل شویو کې ډېر ماشومان هم شامل وو.

ځايی چارواکي وايی چې هغوی به هغه مرکز ته ولېږل شي چی نور کډوال هم پکې د مارچ د میاشتې د شلمې نېټې راهېسې ساتل کېږي.

یو ٢٥ کلن سوري کډوال قیس خلافه له خپلې ښځی او اوه مېاشتنی لورسره په یو له کاره لوېدلي اورگاډي کېژوند کوي.

قیس خلافه وايي داځای له خېمی نه بیاهم ښه دی، ځکه زماکورنۍ او ماشومه لور له لمر یخنۍ اوباران نه خوندي ساتي.

د حکومت چارواکي وايی چی د کایاس ټاپو ته په تېرو ٢۴ ساعتونو کې ٦٩کډوال وررسېدلي دي. دا کډوال د ترکیې او اروپايی اتحآد ترمنځ د معاملیله تعمیل نه څلورورځی وروسته هلته ورسېدل. د ترکیې او اروپايی اتحآد ترمنځ ددې لپاره دا معامله وشوه چی له ترکیې نه اروپا ته د کډوالو د په خپل سر او جنجالي ورتگ مخنیوي وشی. له دې امله، د سه شنبې او چارشنبی ترمنځ ورځو کې له ترکیې نه اروپاته د کډوالو په ورتگ کې له ٢٢٥ نه ٦٩ ته کموالی راغلی دی.

د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوگان
د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوگان

د ترکیې صدراعظم احمد داود اوغلو وویل د کډوالو د شمېر کمښت مستقیما د ترکیې او اروپايي اتحاد ترمنځ د معاملې دتعمیل نتیجه ده. په همدې برخه کې د جرمنی د حکومت یو ویاند هم وویل چې کارونه سم روان دي.

د ایډومېني په کمپ کې یوولس زره کډوال چی ماشومان او ښځې هم پکې دي تقریبا له یوې مېاشتی راهېسی ایسار پاتی دي او نپوهېږي چی څه وکړي.

یوسوري کډوال، قیس خلافه وايي ".. سرحد بند دی او مقررات کار نه ورکوي، ددې لپاره چې کډوال بل ځای ته د انتقال لپاره مرکې وکړي، کومه لاره نشته، موږ ته هېڅوک ځواب نه راکوي چې څه به وشي".

د اروپايی اتحاد مشرانو پرون په بروکسل کې دوه وړاندیزونه وکړل چی د کډوالو د بې سابقې ستونزې سره مقابله وکړي: اول داچې د پناه غوښتنې په موجوده مقرراتو کې تعدیل راشي او دویم داچې د کډوالو لپاره په موجوده پلان کې چې د ډبلین د مقرراتو په نامه یادېږي هم بدلون راشي او هغه به د ډبلین پلس په نامه یاد شي.

د ډ بلین اوسني مقررات وايی پکارده کډوال اول هغه هېواد کې د پناه غوښتنه وکړي چې دوی ور داخلیږي.

د اروپايی اتحاد د کمیسیون لومړی مرستیال فرانز تیمرمنز وايی دا حالت نه په انصاف برابردی اونه ددوام وړ دی. هغه وايی موږ دا موجوده مقررات سمولی شو خو چې یوسم میکانیزم پکې داخل کړو او دېته بهډبلین پلس وویل شي.

یوه کډواله د یونان په پېرایس کمپ کې له خپلو ماشومانو سره
یوه کډواله د یونان په پېرایس کمپ کې له خپلو ماشومانو سره

فرانز تیمرمنز وايي "... موږ به په موجوده مقرراتو کې یو څه بدلون اوتعدیل راولو او کډوال به دخاصو شرایطو په نظرکې نیولو سره د اروپايی اتحآد په غړیو هېوادونو کې وویشو."

په موجوده پلان کې غړيو هېوادونو موافقه کړې وه چی ١٦٠ زره سوري کډوال به ځای په ځای کوي، خو تراوسه پورې یوازې سل زره ځای په ځای شوی دی.

د ترکیی او اروپايی اتحاد ترمنځ دمعاملی نقادان وايي اروپايی اتحاد په دومره ډېره په بېړه، ترکیې ته د کډوالو د بېرته ستنولو کار پیل کړ چی قانوني اندېښنې ېې را پېدا کړي دي، په تېره کله چی د کډوالو او پناه غوښتونکیو د بېرته شړلو بهیر نور هم پرمخ ولاړ شي

د بشري حقوقو مبارزین دا پوښتنه هم مطرح کوي چې ایا ترکیه په کافي اندازه د خوندیتوب شرایط لري چې ددې وړ وي چې د کډوالو لپاره د یو خوندي هېواد په توگه وپېژندل شي. زیاتره کډوال له دې نه ویره لري چې هسې نه په زور بیرته ترکیې ته وروشړل شي.

دترکیې په خلکو کې هم د بیرته ورستنوونکیو کډوالو په باب وېرې اواندېښنی زېاتې شوې دي. هغوی اندېښمن دي چې ایا د دوی هېواد ددې وړتیا لري اوکه نه چې دومره کډوال پکې ځای په ځای شي، او ښايي دا کډوال بېرته خپلو اصلی هېوادونو ته یا ستانه نشي او یا هم ښايي د دې فرصت ونلري چې بیرته ستانه شي.

XS
SM
MD
LG