د لاس رسي وړ اتصالات

یوناني چارواکي: سږ کال مو د ۴۰ زره ناقانونه کډوالو مخه نیولې


د ترکیې او یونان سرحد
د ترکیې او یونان سرحد

یونان کې چارواکو د شنبې په ورځ مې ۲۸ (غبرګولي اومه) وویل چې د روان میلادي‌ کال له پیل څخه یې دغه هیواد ته له ترکیې څخه د کابو ۴۰ زره ناقانونه کډوالو د راتګ مخه نیولې ده.

د یونان د مدني حفاظت وزیر تاکیس تودوریکاکس د شنبې په ورځ مې ۲۸ وویل چې د روان کال په جریان کې د ایفروس په پوله کې د زرګونو هغو ناقانونه کډوالو مخه نیول شوې چې غوښتل یې دې هیواد ته ورشي.

نوموړي سکای ټلویزیون ته وویل: « د ۲۰۲۲ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۴۰ زره ناقانونه کډوالو هڅه وکړه چې په غیر قانوني ډول دغه هیواد ته راشي.»

هغه زیاته کړه، هر ډول تهدید به له منځه یوسي چې هغه هیواد او سرحداتو ته یې خطر متوجه کوي.

یونان تر ډیره د افغانستان په ګډون د افریقا او منځني ختیځ هیوادونو د هغو کډوالو لپاره یو انتخاب دی چې غواړي په اروپايي ټولنه کې ښه ژوند ترلاسه کړي.

اکثریت کډوال له ترکیې څخه د یونان په شمال کې د ایفروس سرحد ته راځي او آتن په ۲۰۲۰ میلادي کال کې وروسته له هغه سرحدي امنیتي تدابیر زیات کړل چې ګڼ شمیر کډوالو هڅه وکړه له ایفروس سیند څخه تیر شي.

آتن په انقره تور لګوي چې په قاچاقي ډول د کډوالو د مخنیوي لپاره چې په اکثریت مواردو کې په بادي کښتیو کې خطرناکه سفر کوي، کافي اقدامات نه کوي.

د یونان د مدني حفاظت وزیر همدارنګه ترکیې ته په یو پیغام کې وویل چې نشي کولی د هغو سرګردانه خلکو قاچاقبران او دا ډول حالت وزغمي.

ایفروس سیند چې یونان او ترکیه سره بیلوي، په دې وروستیو اوونیو کې ځکه د ناقانونه کډوالو د زیاتې ګڼې ګوڼي شاهد پاتې دی چې د اوبو سطحه کمه ده.

د یونان د کډوالو وزارت یوې سرچینې ویلي دي چې د ۲۰۲۲ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله د کډوالو راتګ ۳۰ سلنه زیات شوی دی.

یونان د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې سرحدي ګزمې زیاتې کړي‌، کمرې او رادار یې نصب کړ او د ۱۶ فوټو په لوړوالي یې په یو شمیر سیمو کې ۴۰ کیلومتره وسپنیزې موانع جوړې کړې.

د یونان د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال په جریان کې تر اوسه څه باندې ۳۰۰۰ پناه غوښتونکي هغه هیواد ته رسیدلي دي.

ددغه راپور په جوړیدو کې د فرانسې خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی

XS
SM
MD
LG