د لاس رسي وړ اتصالات

یونان دوه افغانان د کډوالو کمپ کې د اور لګولو له امله په څلور کاله زندان محکوم کړل


په یونان کې د استیناف یوې محکمې د سه شنبې په ورځ جون اومه (غبرګولې ۱۷) دوه افغان کډوال چې ۱۸ کاله عمرونه لري، د هغه هیواد په لسبوس ټاپو کې د کډوالو یو کمپ کې د اور لګیدو له امله په څلور کاله زندان محکوم کړل.

د فرانسې خبري آژانس راپور ورکړی چې د استیناف دغې محکمې د یادو افغان کډوالو د قید موده د هغوی د ښه رفتار له امله له پنځو کلونو څخه څلورو کلونو ته کمه کړېده.

کله چې د "موریا" په نامه د کډوالو کمپ د ۲۰۲۰ میلادي کال د سپټمبر میاشتې په ۸ او ۹ نیټه په دوو اور لګیدنو کې په ایرو بدل شو، دواړه کډوال تر ۱۸ کلونو کم عمره وو.

د هغوی مدافعې وکیلې ویکي انجلیدو د استیناف محکمې وروسته وویل چې د لسبوس محکمې باید اصلي مجازات چې حکم یې په مارچ میاشت کې صادر شوی وو، نیمایي ته راکم کړی وای.

دغه مدافعې وکیلې ادعا کړې ده چې "ددغو دوو افغان کډوالو په وړاندې په مخکې شویو شواهدو د معتبرو شواهدو نشتون ښکاره وو."

میرمن انجلیدو د فرانسې خبري آژانس ته وویل سره له دې چې د کډوالو په کمپ کې د اور لګیدو پرمهال دغه دوه افغان کډوال کم سنه وو، د هغوی د مجازاتو د تخفیف لپاره هیڅ شرایط په پام کې نیول شوي ندي.

له دې مخکې د یونان یوې محکمې د ۲۰۲۱ میلادي‌ کال د جون په ۱۲ نیټه، څلور افغان کډوال چې د اروپا تر ټولو په ستر کمپ کې د اور په لګیدو تورن وو، هر یو په ۱۰ کال زندان محکوم کړل.

دا څلور کډوال د مهاجرینو په یو کمپ کې د اور په لګیدو او د کمپ په له منځه وړلو تورن دي.

د موریا کمپ چې د یونان په لسبوس ټاپو کې د ۱۳ زره کډوالو کوربه وو د ۲۰۲۰ میلادي‌ کال په سپتمبر میاشت کې د اور د لګیدو له امله له خاورو سره یو شو، خو دې پيښې ځاني تلفات نه درلودل.

له اور لګیدو څو ورځې وروسته یو شمیر افغان کډوال په کمپ کې د اور لګیدو په تور ونیول شول، په هغه وخت کې کدوالو د کرونا ویروس له امله د وضع شوي قرنطین له امله چې یو شمیر کسان پکې کرونا شوي وو، لاس په لاریون پورې کړ.

وروسته له هغه چې دا کمپ په بشپړ ډول له منځه ولاړ، د ماشومانو، امینداوره میرمنو او معلولینو په ګډون ګڼ شمیر کډوال اړ شول چې یوه اوونۍ په آزاده فضا کې تیره کړي.

XS
SM
MD
LG