د لاس رسي وړ اتصالات

د اژه په سمندرگی کې د کډوالو بیړۍ ډوبه شوې


یوه سوریايي کډواله له خپلې کمکۍ لورسره اتن ته نیژدې په یوه بندر کې له وړې قاچاقي بیړۍ نه ښکته کېږي.
یوه سوریايي کډواله له خپلې کمکۍ لورسره اتن ته نیژدې په یوه بندر کې له وړې قاچاقي بیړۍ نه ښکته کېږي.

د يونان پوليس وايي، تېره شپه د اژه په سمندرګي کې د يوې کښتۍ د ډوبیدو له امله، د پنځو ماشومانو په شمول شااوخوا شپاړس پناه غوښتونکي مړه شوي دي.

په ورته وخت کې پرون د یونان په اتن کې په زرگونو مهاجرینو او د کډوالو د حقونو فعالینو د نژادي تبعیض په ضد او د سرحدونو د خلاصیدو لپاره لاریون وکړ. نور تفصیل په دې راپور کې وگورئ.

دغه افغان ځوان له اوږده مزل نه وروسته فرانسې ته رسیدلی، هدف یې معلوم دی، خو سرنوشت یې معلوم نه دی.

د کډوالۍ ستره ستونزه لا روانه ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:56 0:00

ځاځی په ٢٠١١ کال کې له لوگر څخه فرانسې ته راغلی. دوه میاشتې د کالې په ځنگل کمپ کې و. ترهغې وروستهناروې او بیا سویدن ته ولاړ خو هلته دهغهد کډوالۍ درخواست رد شوی او بیرته فرانسې ته لیږل شویدی. اوس یې دا کوډله کور دی.هغه وايي: ما نور کالي هم درلودل خو چا غلا کړي دي."

هر څوک د ځاځي په څیر طالع من نه وي. د ډېرو هیڅ ځمکه په نصیب نه وي، او د سمندر څپې یې یوسي.

د یونان پوليسو ويلي چې له ترکیې نه په یوه روانهشوې کښتۍ کې ٢٢ کسان سپاره وو. خو یوازي دوو ښځو او يوه نارينه وکړی شول چې په لامبو وهلو ځانونه خوندي ځاى ته ورسوي.نور لا معلوم نه دي، چې څه شول.

اروپایي هیوادونو په ٢٠١٥ کال کې د کډوالو د راتگ د مخنیوي لپاره پخپلو پولو اغزن تار ولگاوه. نن یکشنبې د ترکیې او اروپایي اتحادیې ترمنځ غربي اروپا ته د کډوالو د نه پریښودو معاملې پوره دوه کاله پوره شول.

په زرگونو مهاجرو پرون شنبې د یونان په پلازمینه اتن کې د نژاد پرستۍ پر ضد لاریونو وکړ.

د کډوالو کاناډايي رضا کاره شولې وايي: د حل یوه لاره باید وموندل شي. دا اول ځل ندی چې یوه کښتۍ ډوبه شوې او له بده مرغه نه به هم اخر ځل وي. د دې خلکو د راتگ لپاره باید یوه مصونه لاره پیدا شي، نه دا چې د مرگ لپاره په سمندر کې خوشې کړای شي."

په دې لاریون کې په لسگونو ماشومانو هم برخه اخیستې وه او په مخونو باندې یې د اغزن تار رسمونه کاږلي وو.

یولاریون کوونکی وايي: اروپایي اتحادیې د ترکیې سره د دې معاملې په لاسلیک یو جنایت ترسره کړی. مونږ د دې معاملې د پای غوښتنه کوو، او سرحدونه پرانستي غواړو."

ځاځی د سخت ژوند سره سره د ژوند په اړه مثبت فکر کوي او په فرانسې کې د روښانه راتلونکي انتظار کوي. هغه وايي: دلته ژوند کله ښه او کله بد دی. ځینې ورځې د خوراک لپاره ډوډۍ شته او ځینې ورځې هیڅ نشته"

په فرانسې کې په ٢٠١٧ کال کې په بې ساري توگه سل زرو کسانو د کډوالۍ درخواست کړی. خو دا شمېر کډوال بیا هم جرمني ته د ورغلو کډوالو په پرتله کمه دي . هلته تیر کال ١٨٦ زره خلکو د کډوالۍلپاره درخواست کړی و. په ٢٠١٥ کال کې جرمني ته ٨٩٠ زره کډوال ورغلي وو.

XS
SM
MD
LG