د لاس رسي وړ اتصالات

حافظه څنگه قوي کولای شو؟


ځینې خلک کله ناکله د ډیرې مشغولتیا په وجه د یادښت یا حافظې له ستونزې سره مخامخ کیږي، نوی کار نشي زده کولای، یا یو څیز هیروي او یا هم له یاده یې وتلي وي چې څه یې چیرته ایښي دي. خو که د حافظې دغه کمزورتیا دوامداره او تکراري وي د اندیښنې وړ ده.

زیات عوامل شته چې د یادښت د کمیدو یا ضایع کیدو سبب کیدای شي چې یو شمیر یې لکه وراثت، عمر، روغتیایي ستونزې په ځانگړې توگه هغه تکلیفونه چې په ماغزو اثر کوي د مخنیوي وړ ندي، خو ددغې ستونزې د یو لړ عواملو مخه نیول کیدای شي چې عذایي رژیم او د ورځني ژوند څرنگوالی په کې شامل دي.

د ماغزو تمرین

د عضلاتو په څیر ماغزه هم د خپلې روغتیا او سلامتۍ لپاره تمرین ته اړتیا لري. د ماغزو چلنج کول، د سختو دماغي کارونو کول، د مغلقو معادلو حل کول او پر پیچلو مسایلو باندې تمرکز او تفکر یو لړ معزي تمرینونه دي چې حافظه قوي کوي.

د یوې ازموینې نتیجي ښیي چې په اونۍ کې پنځه ورځې او په ورځ کې یواځې ١٥ دقیقې مغزي تمریند ماغزو په فعالیت کې د پام وړ ښه والی راوړي.

بدني فعالیت

فزیکي فعالیت او بدني تمرین د ماغزو په سلامتۍ باندې مستقیم اثر لري. د یوې نوې څیړنې موندنې ښیي چې جسمي تمرین په زړښت کې د حافظې د زوال او له منځه تللو خطر راټیټوي او د ماغزو د سکتې مخنیوی کوي.

دغه څیړنه د پیاده تگ، منډې، غره ته ختل، لامبو او نڅا یادونه کوي چې وایي د بدني فعالیت ښې نمونې دي.

ژور فکر کول

تعمق او ژور فکر کول د حافظې د ښه کیدو سبب کیږي. د ٢٠١٨ کال د یوې څیړنې نتیجو ښودلې ده چې ژور فکر کول او تعمق د ماغزو د فعالیت د ښه کیدو او د هغې د زوال د مخنیوي سبب شوي، کاري یا موقته حافظه او دایمي حافظه یې تقویه کړې ده.

پوره خوب

ټولو مغزي فعالیتونو ته خوب ضروري دی. د خوب د طبیعي او منظم پروگرام گډوډي د یوې څیړنې د موندنو په بنسټ د شناختي او د حافظې د مشکلاتو سبب کیږي.

د خوب گډوډي د حافظې طبعي چلند مختلوي. پوهان سپارښتنه کوي چې هر مسن انسان باید د شپې له ٧ نه تر ٩ ساعتونو پورې بیده شي چې ماغزه یې یادښتونه ایجاد او هغه په دایمي توگه ثبت کړي.

د شکرې د استعمال کمول

د قندي موادو لرونکو غذا گانو پراخ او دوامداره مصرف د علمي موندنو په بنسټ کولای شي د حافظې په کمزورتیا او د هغې جملې نه په الزایمر ناروغۍ باندې په اخته کیدو کې رول ولري.

پوهان پدې پوه شوي چې د تازه میوو د اضافه قند لرونکو شربتونو د څښلو په گډون په زیاته اندازه د خوږو شربتونو استعمال د دماغ حجم راکموي او برعکس د زیاتې شکرې د استعمال نه پرهیز کول د حافظې د فعالیت د ښه کیدو سبب کیږي.

همداشان پدې څیړنه کې ټینگار شوی دی چې د قندي موادو د استعمال د کمولو سربیره باید هڅه وشي چې د ورځنۍ غذا د کالورۍ اندازه راکمه کړای شي.

د کافیین د کارولو زیاتولی

د قهوې او چای له منابعو نه لاسته راغلی کافیین حافظې ته گټور گڼل شوی. په ٢٠١۴ کال کې د یوې څیړنې نتیجو ښودلې هغوی چې د ورځې ۲۰۰ میلی‌گرام کافیین مصرفوي د هغو کسانو په پرتله چې کافیین نه مصرفوي د حافظې قوت یې زیات دی.

بلې څیړنې ښودلي چې سهار د قهوې څښل ماغزه قوي کوي او د انسان د یادښت قوت پیاوړی کوي.

تور چاکلیټ

د تور چاکلیټ خوړل هم د حافظې د تقویه کیدو سبب گڼل شوي. هغه څیړنه چې په ٢٠١٢ کال کې شوې د حافظې په قوي کولو کې د کاکاو لرونکو تورو چاکلیټونو رول په ډاگه کوي.

پوهانو ویلي دي هغوی چې تور چاکلیټ خوري حافظه یې ښه کار کوي او همداشان کاکاو مغزو ته د وینې په رسولو کې مرسته کوي. خو ټینگار شوی دی چې هغه تور چاکلیټ وخوړل شي چې تراخه وي او د شکرې لرونکو خوږو چاکلیټونو له خوړولو څخه دې ډډه وشي.

XS
SM
MD
LG