د لاس رسي وړ اتصالات

برازیل لوبه وګټله خو هایټي بل پړاو ته له تګ څخه پاتې شو

د برازیل د فوټبال ملي لوبډلې د مراکش له لوبډلي سره تر یوې ستونزمنې لوبې او مساوې پایلې وروسته، د جمعې په ورځ (جون ۱۹) د هایټي د لوبډلې په وړاندې درې د صفر په وړاندې بریا ترلاسه کړه.

که څه هم اټکلونه داسې وو چې هایټي لوبدله به دا لوبه بایلي خو د نړۍ د فوټبال د طلایي جام پنځه ځله ګټونکې لوبډلې وکړای شول چې په ځان فشار کم او لوبه د دریو ګولونو په وهلو وګټي.

د فوټبال د برخې یو شمیر کارپوهان وایي چې په وروستیو کلونو کې د برازیل د لوبډلي لوبه او په مجموع کې ځلیدل د پام وړ ندي او دا لوبډله نشي کولي په هغو معیارونو لوبه وکړي چې کلونه وړاندې یې کوله.

د برازیل د لوبډلي لوبغاړي تر اوسه چې دلیل یې هم ندی څرګند شوی، ندي توانیدلي د فوټبال د مینه والو هغه تند ماته کړي چې هغوی یې د برازیل له لوبډلي څخه توقع لري.

خو د برازیل د مشهور لوبغاړي نیمار له نشتون پرته بریا دا جوته کوي چې د جنوبي امریکا دغه لوبډله لا هم ددغو سیالیو بل پړاو ته د تګ فرصت لري.

د ریال مادرید د لوبډلي برازیلي لوبغاړي ونیسیوس جونیر وکړای شول چې ښه وځلیږي او د سیالي لوبډلې دفاعي کرښه له مشکلاتو سره مخ کړي.

د ماتیوس کونیا دوو ګولونو او د وینیسیوس جونیر یوه ګول دا وښوده چې د برازیل لوبډله د میدان له منځ او کیڼ لوري څخه پر سیالې لوبډلي ښه نفوذ کولی شوای.

د هایټي لوبډلې که څه هم لوبه وبایلله خو هڅه یې وکړه چې د سیالي لوبډلي پر ګول بریدونه وکړي.

هایټي لوبډلي د دوو پرله پسې ماتو وروسته د نړیوال جام بل پړاو ته له تګ څخه پاتې شوه، که څه هم دا دویم ځل دی چې یاده لوبډله په نړیوال جام کې ګډون کوي خو دا د یاد هیواد د فوټبال لپاره ښه تجربه ګڼل کیږي.

ددې ډلې په نورو لوبو کې مراکش وکړای شول د لوبې په لومړیو شیبو کې سکاټلنډ لوبډلې ته ماته ورکړي او د برازیل تر څنګ څلور امتیازونه ترلاسه کړي.

په ډي ګروپ کې بیا د استرالیا په وړاندې د متحدو ایالتونو د پریکنده بریا وروسته، د پاراګوای لوبډلې وکړای شول چې د ترکیې لوبډلې ته یو د صفر په وړاندې ماته ورکړي او د لوبې درې امتیازونه د ځان کړي.

د نن شنبې (جون ۲۰) په لوبو کې د هالنډ ټیم د سویډن، تونس د جاپان، جرمني د عاج ساحل او ایکواډور د کوراساو په وړاندې لوبه کوي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG