د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: له نیمايي زیات افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري


د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان یا (IOM) وايي، د افغانستان تر نیمايي زیات وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

یاد سازمان د سپټمبر لومړۍ (وږې ۱۱) ویلي چې د تېر یو کال راپدېخوا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته شاوخوا ۲۴.۴ میلیون کسان چې د افغانستان د نفوس ۵۹ سلنه کیږي د نړیوالې ټولنې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال تر اګست وروسته د دغه هیواد ټول وګړي له فقر او بېوزلۍ سره مخ شوي او په خبره یې افغانستان د سیستماتیک پاشل کېدو له ګواښ سره مخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې دغه بشري ناورین په دغه هیواد کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو، خواځواکۍ پراخېدو، د ټولنیز فرصتونو محدودېدو او همدارنګه له خپلو سیمو څخه د خلکو د بېځایه کېدو لامل ګرځېدلی.

د یاد سازمان په راپور کې ویل شوي: "د افغانستان د ۳۴ ولایتونو اوسېدونکي بېړنیو بشري مرسته ته سخته اړتیا لري. د بنسټیزو خدماتو وړاندې کول سخت اغېزمن شوي او پرمختیايي پروګرامونه ځنډول شوي دي. د دوامداره اقتصادي او ټولنیزو ټکانونو له امله د عایداتو کمښت، د پیسو کمېدو او د خوراکي توکو او نورو توکو د بیو لوړېدو لامل ګرځېدلي دي."

په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې (IOM) په تیرو ۱۲ میاشتو کې له څه باندې ۱.۳ میلیون اغېزمن شوو افغانانو سره د خوړو، بېړنۍ سرپناه، حفظ الصحې، روغتیا او نورو برخو کې مرستې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان پخپل راپور کې له اړمنو افغانانو سره د پایداره مرستې غوښتنه کړې ده.

د تیر یو کال راپدېخوا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې د مرستو کمېدو، د افغانستان د پانګې کنګل کېدو او بېکارۍ کچې لوړېدو د دغه هیواد د اقتصادي بحران پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان پر افغانستان د نړیوالې ټولنې د مرستو بندیدل او هم د امریکا د حکومت له خوا د افغانستان بانک د شتمنیو کنګل کیدل په دغه هیواد کې د اقتصادي بحران سبب ګڼي.

ویل کیږي چې پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو ترڅنګ روان کال پرله پسې طبیعي پېښو هم په دغه هیواد کې بشري مرستو ته د خلکو اړتیا زیاته کړې ده.

تېره ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د بشري مرستو د چارو مرستیال ډاکټر رامز الکبروف وویل چې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله ۱۱۲زره کسان زیانمن شوي دي.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پیښو له امله د لسګونو زره زیانمن شوو کورنیو سره د مرستې د راټولولو لپاره کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له خوا په جوړ شوي کنفرانس کې د نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه کړي ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د پنجشنبې په ورځ سپټمبر اول (وږې لسم) دغه کنفرانس ته وویل، چې طبیعي پیښې نه یوازې دا چې د افغانانو ژوند اخلي بلکې د هغوی شتمني هم ورڅخه اخلي.

امیرخان متقي په دې کنفرانس کې په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په وروستیو سیلابونو او د زلزلې د ځپل شویو کورنیو سره دې مرستې وکړي.

هغه وویل چې په وروستیو سیلابونو کې له ۲۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي، له ۳۰۰ زیات نور ټپیان شوي، ۱۲۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي، زرګونه زراعتي ځمکې تخریب شوي او له ۹۰۰۰ څخه زیات څاروي په سیلابونو کې مړه شوي دي.

همداشان هغه وویل چې د جون د میاشتې په زلزله کې له ۱۰۰۰ زیات کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۰۰۰ نور ټپیان شوي دي او ۱۷۰۰۰ کورونه په زلزله کې په بشپړ ‌ډول ویجاړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG