د لاس رسي وړ اتصالات

ممکن بشري بحران له شل کلنې جګړې څخه زیات افغانان ووژني ـ ژغورنې نړیواله کمېټه


پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ یو کال پوره کېدو سره هم مهاله، د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې د دغه هیواد بشري اړتیاوې به یو پر درېیمه برخه نورې هم زیاتې شي.

یادې ادارې د دوشنبې په ورځ اګست ۱۵مه (زمري ۲۴) خبرداری ورکړی چې اوسنی بحران ممکن د تیرې شلو کلونو په پرتله د زیاتو افغانانو ژوند واخلي.

په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د واک د بدلون څخه یو کال تیریږي او د اقتصاد پاشل کېدو خلک د لوږې له بحران سره مخ کړي دي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) همدارنګه زیاته کړې چې افغانستان په تیرو دوو لسیزو کې پر نړیوالو مرستو تکیه و، خو د تیر یو کال راپدېخوا یادې مرستې بندې شوي او یا هم کنګل شوي دي چې له امله یې ټول افغانان اغېزمن شوي دي.

د دوی په وینا له افغانستان سره د پراختیايي مرستو کمېدو، د دغه هیواد د پانګو کنګل کېدو او بانکي سکټور زیانمنېدو دغه هیواد له اقتصادي بحران سره مخ کړی دی.

د افغانستان لپاره د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) مشر ویکي اکن ویلي: "د واک له بدلون څخه یو کال تیریږي. ملکي افغانان د ویجاړ شوي اقتصاد دروند او د بشري بحران دروند پېټی پر خپلو اوږو وړي. د تیر کال اګست میاشتې له پنځلسمې څخه وروسته، په افغانستان کې د بنسټیزو خدمتونو د دوام لپاره د غیر بیړني تمویل کوونکي مهمي مرستې په پراخه کچه ځنډول شوي دي. د ۲۰۲۱ کال د پيل راهسي د تیرو ۱۲ میاشتو پراخ اقتصادي ناورین بشري مرستو ته د اړتیا وړ خلکو شمېر یو پر دریمه برخه زیات شوی دی. نن ورځ د افغانستان ۵۵ سلنه خلک پر بشري مرستو تکیه کوي."

نوموړي زیاته کړې چې د رامنځته شوي وضعیت له امله خلک بېکاره او وږي شوي او د خوراکي توکو بیې هم دوه برابره لوړې شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د اقتصادي بحران پراخېدل د دې لامل شوي چې په دغه هیواد کې ۲۴ میلیون خلک کافي خوړو ته لاس رسی ونلري او په خبره یې یادو محدودیتونو په ټولنه کې د ښځو پر فعالیت هم منفي اغېز کړی دی.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) پخپل راپور کې ویلي چې افغانان فعال اقتصاد ته اړتیا لري او له نړیوالو بنسټونو څخه غوښتل شوي چې د افغانانو پر خپلو پښو درېدلو لپاره د هغو د بانکي سکټور تخنیکي ملاتړ وکړي.

یادې کمېټې زیاته کړې چې په تیرو ۱۲ میاشتو کې د افغانستان زیاتو لیري پرتو سیمو کې د ښځو او نجونو لپاره حیاتي روغتیايي او ښوونیز خدمات چمتو کړي او په بشري چارو کې د ښځو د ونډې په برخه کې نه ستړي کېدونکي هڅې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن شنبه د اګست پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره شو، خو تر دا مهاله د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دي پيژندل شوي.

نړیوالې ټولنې له طالبانو څخه غوښتي چې د نړیوال مشروعیت لپاره ښځو او نجونو ته د کار او تعلیم حق ورکړي، ټول شموله حکومت جوړ او له نړیوالو تروریستي شبکو سره اړیکې قطعه کړي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) د روانې اګست میاشتې پر درېیمه نېټه هم ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته په دغه هیواد کې اقتصادي بحران د لوږې کچه پراخه کړې او د نږدې شل میلیونو افغانانو د ژوندي پاتې کیدو هڅې ګواښي.

یادې کمیټې د اګست په درېیمه( زمري ۱۲) په یوه خبر پاڼه کې چې په نیویارک کې خپره شوې ددغې ادارې یوې مرستیالې امیندا کټانزانو ویلي چې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته افغانستان کې اقتصادي بحران د هغو کسانو شمیر چې بشري مرستو ته اړتیا لري، د ددغې مودې دمخه حالت پرتله ۳۳ فیصده زیات کړی دی.

XS
SM
MD
LG