د لاس رسي وړ اتصالات

محب:که 'سوله د نظام ړنګولو پروژه وي' په وړاندې به یې ودریږو


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، یو ځل بیا د افغان سولې په اړه د امریکا روانو هڅو ته په اشاره ویلي، افغانان باعزته سوله غواړي، خو که چیري د سولې روان بهیر د افغان نظام ړنګولو یوه دسسه وي په وړاندې به یې ودریږي.

نوموړي پرون پنجشنبه د «چنګاښ پر۲۷مه» په پروان ولایت کې یوې غونډې ته وینا کې ویلي چې د «د افغانستان د خلکو دښمنان» د اوسني نظام د ړنګولو هڅې کوي.

محب ویلي:"موږ د افغانستان خلک غواړو چې زموږ هېواد ته یو واقعي سوله راشي، باعزسته سوله، خو که چیري سوله یوه پروژه وي، او یا یوه دسسه وي چې زموږ نظام ړنګ کړي... د کورنیو جګړو لامل شي، ټوله یې په وړاندې مبارزه کوو."

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاډ ورکړ چې افغان حکومت به هیڅ کله د افغانستان خلک د یوې "پروژې" قرباني نه کړي.

هغه همدارنګه وویل:"موږ له خپلو نړیوالو همکارانو مننه کوو، چې زموږ سره په وروستیو کلونو کې همکاري کړې، خو که چیري موږ یو فکر ونه لرو، او که چیري اړتیا پیدا شي چې موږ خپل لاره بېله کړو، دا کار هم کوو، هر شخص او هر هېواد خپلې ګټې په نظر کې نیسي، موږ ته د افغانستان له ګټو څخه پرته هیڅ یوه ګټه لوړه نه ده."

د افغان حکومت دغه لوړپوړي چارواکي ټينګار وکړ چې پر خپل وخت د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کېدل د افغان حکومت لپاره تر بلې « هرې پروژې او پروسې» لومړیتوب لري.

ښاغلي محب که څه هم په ښکاره ډول د کوم چا نه یاد نه کړ، خو ویې ویل چې یو شمېر کړۍ هڅه کوي، د افغان حکومت په سر معامله وکړي او په راتلونکي کې داسې یو حکومت رامنځته کړي چې مشروعیت یې د څو کسانو څخه تر لاسه کړي.

حمدالله محب تر دې هم مخکې د افغان سولې په اړه د امریکا د روانو هڅو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي و چې افغان حکومت له دغه بهیر څخه پوره خبرتیا نه لري.

هغه څو میاشتې مخکې په واشنګټن کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د سولې په روان بهیر کې د زلمي خلیلزاد پر رول په تندو انتقادونو سره وویل، چې نوموړی په دغه پروسه کې شخصي ګټې پالي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال د ښاغلي محب د څرګندونو په رد سره وویل، چې د سولې بهیر ټول جریان له افغان حکومت سره شریک کېږي.

یادو څرګندونو د امریکا او محب اړیکې ترینګلې کړې، چې د رویټرز اژانس د راپور له مخې د امریکا حکومت خپل چارواکي له محب سره له لیدنو منعه کړل.

XS
SM
MD
LG