د لاس رسي وړ اتصالات

حمدالله محب د نوي والي معرفي کولو لپاره کندهار ته تللی


کندهار ته د ملي امنیت د سلاکار سفر
کندهار ته د ملي امنیت د سلاکار سفر

د کندهار ولایت د وروستي امنیتي وضعیت په تړاو د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب نن یکشنبه جنورۍ ۳ ( مرغومې ۱۴) کندهار ته رسیدلی دی.

د هغه سره د کورنیو چارو وزیر، د پوځ لوی درستیز، د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې ریس او د ملي امنیت د ادارې مرسیتال هم پدې سفر کې شامل دی.

د کندهار په اداره کې د بدلون په لومړي ګام کې پرون ولسمشر غني د ولسي جرګې غړی روح الله خانزاده د کندهار د نوي والي په توګه و ټاکه.

ټاکل شوې چې د ملي امنیت سلاکار به د کندهار نوی والی روح الله خانزاده هم نن خپلي دندي ته معرفي کړي.

د ملي امنیت د شورا مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې وايي چې د ملي امنیت سلاکار به د کندهار د امنیت په تړاو له امنیتي او دفاعي سرتیرو سره هم وويني.

د کندهار د امنیت په اړه اندېښنې تر بل هر وخت زیاتي شوي چي د ښار په د ننه کې يې غلچکي بریدونه او د ښار په ګاونډ ارغنداب، ژړی، پنجوايي او ډنډ ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو جبه يي جګړو يې د دې ولایت د امنیت عمده ګواښونه بلل کیږي.

دغه راز یو لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا ته وويل چې د کندهار د وروستیو بدلونونو ترڅنګ د زرګونو افغان ګډو ځواکونو په ګډون د کندهار په ګاونډیو ولسوالیو کې د پراخو پوځي عملیاتو د پيل تیاری هم مرکزي دولت نیولی.

بلي خواته د کندهار ولایت مقام په غازي امان الله خان تالار کې د کندهار د نوي والي د معرفی لپاره هم د دې ولایت په سل ګونو اوسیدونکي را ټول شوي.

دوې اونۍ مخکې ولسمشر غني کندهار ته د سفر پر مهال ويلي وو چې په کندهار کې به تر سلا مشورو وروسته بنسټيز اصلاحات په هره برخه کې رامنځ ته کړي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG