د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو یو کاندید محمد حنیف اتمر خپل ټاکنیز کمپاینونه ځنډولي دي.
د ښاغلي اتمر د کمپاین دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په ټاکنیزو چارو کې د اصلاحاتو راوستلو په اړه د هغوی هلو ځلو نتیجه ورنکړه. خو نه یې دي ویلي چې څنګه اصلاحات يې غوښتل.
په اعلامیې کې ویل شوي چې د کمپاینونو د ځنډولو یو علت یې د ټاکنو په بهیر کې د "ارګ ښکاره لاسوهنې او "غیر قانوني اقدامات" دي. اعلامیه وايي "په داسې یو حالت کې د شفافو ، ازادو او عادلانه انتخاباتو لپاره هېڅ ضمانت نشته."
د حنیف اتمر د کمپاین د دفتر په دغه اعلامیې کې همدا راز ویل شوي دي چې د انتخاباتو په پروسې کې سیاسي بي ثباتي او انتخاباتو ته بالقوه ګواښونه به د سولې پر پروسې هم اغیز وکړي.
په اعلامیې کې نه دي ویل شوي چې دا کار یې موقتي دی که څنګه؟ دا یې هم نه دي ویلي چې ډله به یې د جمهوري ریاست ټاکنو کې ګډون کوي که نه. خو وايي د افغانستان سیاسي شرایطو ته په کتو به په دې اړه پريکړه کوي.
د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د سپتمبر میاشتې په وروستیو کې کیږي.