د لاس رسي وړ اتصالات

مرکزي امریکا نه د مهاجرت د "ریښو د عواملو" په سمولو د هریس ټینګار


د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست مرستیاله کاملا هریس،
د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست مرستیاله کاملا هریس،

د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست مرستیالې کاملا هریس، د مرکزي او لاتینې امریکا څخه متحده ایالاتو ته د مهاجرت د ریښه ییزو عواملو د سمولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

میرمن هریس په مکسیکو کې وویل چې د متحده ایالاتو- مکسیکو په پوله د مهاجرت زیاته ستونزه په دغو دواړو هیوادونو پورې اړه نلري بلکې د هغې په وینا په هغو هیوادونو کې په ستونزو پورې اړه لري چې مهاجرت ترې پیل کیږي.

فساد، بیکاري او اقتصادي کمزورتیا د امریکا متحده ایالاتو ته د مرکزي امریکا څخه د مهاجرو د راتګ اصلي او عمده دلیلونه ګڼل شوي دي.

د امریکا د جمهور رئیس مرستیالې چې مکسیکو ته له تګ دمخه ګواتیمالا ته تللې وه خبریالانو ته وویل، د هغه هیواد له مقاماتو سره موافقې ته رسیدلي چې متحده ایالات داسې پروژې تمویل کړي چې د فساد جرړلې وباسي، د کارګرانو او بزګرو حقونه تامین کړي او ځوانې ښځې غښتلې کړي.

میرمن هریس د مکسیکو د جمهور رئیس اندرس مانویل لوپز اوبرادور، سره په کتنه کې د مرکزي امریکا په هیوادونو – مکسیکو، ګواتیمالا، السلوادور او هندوراس – کې په پرمختیایي پروګرامونو کې د ستراتیژیک مشارکت د رامنځ ته کیدو په اړه "د تفاهم لیک یاداشت" لاس لیک کړ.

ددغو هیوادونو په لسګونو زره اوسیدونکي پدې وروستیو میاشتو کې متحده ایالاتو ته د رسیدو په هیله د امریکا – مکسیکو پولې ته راغلي دي.

میرمن هریس د دوشنبې په ورځ په ګواتیمالا کې یو څرګند پیغام ورکړ او دغو پناه غوښتونکو ته یې په خطاب کې وویل: "مه راځئ! متحده ایالات د مهاجرت د قوانینو د پلي کولو او په خپلو پولو باندې د خلکو له درولو څخه باک نلري."

له دې سره سره د پخواني جمهور رئیس دونالد ټرمپ برعکس چې له سر پرست پرته پناه غوښتونکي ماشومان یې له امریکا څخه ایستل جمهور رئیس جو بایډن هغوی ته په متحده ایالاتو کې د اوسیدو اجازه ورکړې ده.

ګواتیمالا او مکسیکو ته سفر د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس د مرستیالې په توګه بهر ته د میرمن هریس لومړنی سفر دی.

XS
SM
MD
LG