د لاس رسي وړ اتصالات

نورستانۍ: د ولایتي شوراگانو د ټاکنو د ځنډولو وړاندیز مې ونه مانه


د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشره حوا علم نورستانۍ
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشره حوا علم نورستانۍ

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشره وایي د ولایتي شوراگانو او د غزني ولایت د پارلماني انتخاباتو د ځنډولو په هکله یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو مقام وړاندیز ندی منلی.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د امریکا غږ ته وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز د انتخاباتو د کمیسیون له غړو سره په کتنه کې وړاندیز کړی و چې یواځې د جمهوري ریاست په انتخاباتو تمرکز وکړي.

آغلې نورستانۍ وویل: د "هغې (الیس ویلز) ټینگار پدې و چې د وخت د کمښت په دلیل ښه به دا وي چې یواځې د جمهوري ریاست انتخابات وشي، ځکه د دوو نورو انتخاباتو کول ښایي ستونزمن وي".

هغې زیاته کړه: "خو زمونږ استدلال دا و چې د سرتاسري توب، شفافیت او قانوني توب د تضمین لپاره د ولایتي شوراگانو د ټاکنو ترسره کول اړین دي".

آغلې نورستانۍ وویل چې همدا اوس د افغانستان د سنا مجلس د انتخابي غړو موده پوره شوې او د سنا مجلس د "یوې برخې د مشروعیت" لپاره د ولایتي شورا ټاکنو ته اړتیا ده.

هغې همداشان په ولسي جرگه کې د غزني ولایت د استازیتوب لپاره ددې ولایت د ولسي جرگې په ټاکنو ټینگار وکړ.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرې همداشان وویل د جمهوري ریاست ټاکنې بیا نه ځنډېږي او له ټاکنو وروسته به پایلې په دوه- درې ورځو کې اعلان شي.

میرمن نورستاني د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې د جمهوري ریاست د ټاکنو امنیتي پلان جوړ شوی او د شنبې په ورځ (می ١٨) د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ په امنیتي غونډه کې پرې بحث وشو.

آغلې نورستانۍ د انتخاباتو د بودجې په اړوند وویل چې ددغو ټاکنو بودجه څه دپاسه ٢٥٠ میلیون ډالره ده چې شل فیصده یې د دولت له عوایدو او پاته برخه یې د دونرانو له خوا تمویلږي.

ټاکل شوې چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراگانو ټاکنې او همداشان د غزني ولایت پارلماني ټاکنې د میزان د میاشتې په شپږمه وشي.

XS
SM
MD
LG