د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیا له افغان ماشومانو سره څه باندې ۲۸ میلیون ډالر مرسته وکړه


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) وايي، د برتانیا حکومت له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو په دوام، تازه له افغان شومانو سره څه باندې ۲۸ میلیون ډالره مرسته وکړه.

د ملګرو ملتونو دغه بنسټ د سې شنبې په ورځ سپټمبر ۱۳ (وږې ۲۲) په یوې اعلامیې کې ویلي چې یونیسف ټاکل شوې په یاده اندازه پیسو سره په افغانستان کې له بشري بحران سره مخ ۱.۶ میلیون کسانو ته، ژوند ژغورنکي خواړه، د څښاک پاکې اوبه او د ماشومانو د ساتنې خدمات وړاندې کړي.

د یونیسف د معلوماتو په اساس له دغه ډلې ۱.۳ سلنه هغه ماشومان دي چې له یادو مرستو به برخمن شي.

په اعلامیه کې راغلي: "دې بودیجې سره به یونیسف وکولای شي چې په خوارځواکۍ اخته څه باندې ۷۰۰زره ماشومانو وضعیت ښه کړي، څه باندې ۳۵۰زره کسانو ته روغتیايي پوهاوی او د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي او همدارنګه ۵۰۰زره کسانو ته د کلیدي حفاظتي خدماتو ، د رواني سلامتیا د ملاتړ او د ناچاوده مهماتو په اړه د هغوی پوهاوی لوړ کړي."

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) په وینا ټاکل شوې له دغه پیسو څخه ۱۸زره امیندواره او ماشومانو ته شیدې ورکوونکې ښځې هم ګټه واخلي.

یونیسف افغانستان یو له هغه هیوادونو څخه یاد کړی چې ماشومان پکې له زیاتو ستونزو سره مخ دي. د یونیسف په وینا ماشومان په دغه هیواد کې څو ځله له بریدونو سره مخ شوي دي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي محمد اګ ایویا ویلي: "اصلي عوامل یې له هغه جملې وچکالي، خوارځواکي، د ناروغیو پراخوالی، د جګړې زیانونه، کمزوری اقتصاد او کمزوري خدمات د ماشومانو او ښځو ستونزې سختوي."

ښاغلي ایویا له افغانستان سره د برتانیا له تازه مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې دغه پیسې به هغوی ته دا امکانات برابر کړي چې په دغه هیواد کې د نجونو، هلکانو او ښځو بېړنیو اړتیا ته رسیدګي وکړي.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې و چې له بېړني ملاتړ پرته نشي کولای دغه ماشومانو ته رسیدګي وکړي.

یونیسف ویلي چې غواړي په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په افغانستان کې ۱۲.۹ میلیون اړمنو ماشومانو ته رسیدګي وکړي، خو ویلي یې و چې له بېړني ملاتړ پرته یادو ماشومانو ته لاس رسی ستونزمن دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق تر دې مخکې هم په بېلابېلو برخو کې له افغان ماشومانو او کورنیو لپاره یې پخپل لویه غوښتنه کې د دوه میلیارډ ډالرو غوښتنه کړې وه.

یونیسف ویلي و چې په دغه پیسو سره به په افغانستان کې د ۲۴ میلیون کسان بېړنۍ اړتیاوې چې نیمايي ماشومان دي پوره کړي.

XS
SM
MD
LG