د لاس رسي وړ اتصالات

سرطان، په بډایو هیوادونو کې د انسانانو لوی قاتل


نویو موندنو ښودلې چې په بډایو هیوادونو کې د سرطان ناروغي د قلبي ناروغیو نه زیات انسانان وژني.

د لنست طبي ژورنال د دوو څیړنو موندنې خپرې کړي چې په نړۍ کې په مختلفو ناروغیو د "اخته کیدو" امکانات او تغیرات په ډاگه کوي.

پوهانو د سه شنبې په ورځ سپتمبر درېیمه (وږي ١٢) ددغې رپوټ د خپرولو په وخت وویل چې د روان وضعیت دوام به ددې سبب شي چې په څو راتلونکو لسیزو کې د نړۍ په گوټ گوټ کې سرطان د مړینو عمده عامل شي.

سره له دې چې په ټوله نړۍ کې قلبي ناروغۍ د مړینو اصلي عامل دی، نوې څیړنې ښیي چې اوس په بډایو هیوداونو کې سرطان د قلبي ناروغیو په پرتله دوه چنده د خلکو دمړینو عامل دی.

د کاناډا کیوبیکس لاوال پوهنتون استاد گیلس داجینایس، چې ددې څیړنې د محقیقینو له ډلې څخه دی د رویترز اژانس ته ویلي چې په ٢٠١٧ کال کې سرطان په نړۍ کې د انسانانو د ٢٦ فیصدو مړینو عامل دی.

پوهانو ویلي دي چې په ٢٠١٧ کال کې د ناروغیو په وجه د ٥٥ میلیون مړینو له مجموعې نه ١٧،٧ میلیون یې د قلبي ناروغیو له وجې مړه شوي دي.

نویو موندنو ښودلي چې د وینې فشار، د وینې لوړ کولسترول او د سگرټو استعمال د نورو عواملو ترڅنگ د قلبي ناروغیو لپاره زمینه برابروي.

په پرمختلو او بډایو هیوادونو کې د کولسترول او د وینې د لوړ فشار د کنترول درملو ته د خلکو د لاسرسي په وجه د یوې مخکنۍ لسیزې په پرتله د قلبي ناروغیو پیښې خورا راکمې شوې دي.

پوهانو پدغه نوې څېړنه کې موندلي چې په کم عاید لرونکو هیوادونو کې د قلبي ناروغیو له وجې د مړینو د کچې لوړوالی ښایي د روغتیایي خدمتونو د ټیټ کیفیت له وجې وي.

دغو موندنو خبرداری ورکړی چې په کم عاید لرونکو هیوادونو کې په وخت روغتون ته د قلبي ناروغانو د تگ کچه ټیټه ده او همداشان پدغو هیوادونو کې د کولسترول او د وینې د لوړ فشار ضد درملو کیفیت ټیټ دی.

د دغې څیړنې په اساس په ارجنتاین، بنگله دیش، برازیل، کاناډا، چیلي، چین، کمبودیا، هند، ایران، مالیزیا، پاکستان، فلسطین، فلیپین، پولند، سعودي عربستان، جنوبي افریقا، سویډن، تانزانیا، ترکیه، عربي متحده اماراتو او زیمبابوی کې د سرطان او قلبي ناروغیو په وجه د مرګ او مړینې کچه څیړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG