د لاس رسي وړ اتصالات

دې ځوان ۴٣ کیلو وزن څنگه وبایللو؟


حرمت علي شاه د ۴٣ کیلو وزن بایللو نه مخکې او وروسته
حرمت علي شاه د ۴٣ کیلو وزن بایللو نه مخکې او وروسته

حرمت علي شاه په یو نیم کال کې ۴٣ کیلو وزن راکم کړیدی

داسې ویل کیږي چې ښه صحت د ټولو لوی نعمت دی. د صحت لپاره ځینې انسانان په ځان هر ډول سختي تیرولې شي.

د سوات حرمت علي شاه چې په جنوبي کوریا کې لوړې زدهکړې کوي، د زیات وزن له وجې د ځینو صحي مشکلاتو سره مخ و. حرمت شاه په یونیم کال کې خپل وزن ۴٣ کیلو راکم کړ. هغه خپل هدف داسې پوره کړ چې په خوړو کې یې ځینې شیان بیخې پرښودل.

حرمت شاه د وزن بایللو خپله طریقه د امریکا غږ سره شریکه کړیده.

هغه وایي چې زما وزن ١٣٠ کیلو و، او په دغه وجه ماته سخت مشکلات پیدا شول او ما نه غوښتل چې صحت د لاسه ورکړم. "د زیات وزن د وجې ما ته جدي صحي مسلې پیدا شوي وې. زما په جوړونو به درد وو، سر به مې گنگس و، خپگان او مایوسي به مې احساسوله نو د هغې د وجې ما دا فیصله وکړه چې زه باید وزن کم کړم."

د وزن کمولو لپاره ډیرې لاری دي. د بدن وازگه کمول تر ټولو زیاته مهمه ده او د دغې لپاره تر ټولو نه زیات مهم په خپلو خوړو کې سموالې راوستل دي. د خپل بدن د ضروروتو سره سم خواړه کول ډیر ضروري دي.

حرمت شاه وایي چې د هغه د وزن راکمولو سفر ډیر اوږد وو او د دغې لپاره هغه دوه درې طریقې خپلې کړي وی.

"د وچې ډوډۍ او وریژو پر ځاې په خوړو کې سابه او سلات زیات کړئ. د ورځې په اوږدو کې که لوږه احساسوئ نو بیا میوه وخورئ. ما به د کیلوریز شمیر ته پام کاوه. د یو حساب نه زیاتې کیلوریز به مې نه خوړلی. درې وخته ډوډۍ مې خوړله خو کمه مې خوړله."

حرمت شاه وویل چې که څوک غواړي چې وزن وبایلي نو خواړه هغه وخت وکړي چې لوږه احساس کړئ. "ډوډۍ هغه وخت وخورئ چې وږي شئ."

د وزن بایللو جریان بیخي گران وو خو حرمت شاه وایي چې خواړه هم د انسانانو د نورو عادتونو پشان یو عادت دی. "اول دا کار کول گران وي. خو بیا خلک عادت شي. لومړنۍ دری څلور میاشتې باید خلک هغه وخت خوراک وکړي چې بدن ته یې ضرورت ولري. نو د خپلې خوښې وزن کمولی شي."

حرمت شاه وایي چې د هفتې شپږ ورځې خپل خوراک ته پام کوئ لیکن په هفته کې یوه ورځ تاسو کولی شئ چې هر څه مو زړه وغواړي نو هغه وخورۍ.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG