د لاس رسي وړ اتصالات

حکمتیار: افغانستان ته د نورو سرتیرو لیږل حالات لاپسې پیچلي کوي


د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار، پخوا هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له حضور سره مخالف وو
د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار، پخوا هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له حضور سره مخالف وو

د افغانستان اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي، دغه هیواد ته د نورو بهرنیو سرتیرو د لیږلو په اړه د ناټو د سازمان پریکړه، نه یواځې د افغانستان لانجه نه شي حل کولی، بلکې حالات به لاپسې پیچلي کړي.

شاوخوا دوه کاله مخکې د ناټو سازمان په افغانستان کې خپل جګړه‌ییز ماموریت پاي ته ورسوه او له دغه هیواد څخه یې خپل زیات شمیر سرتیري وایستل، خو په دغه سازمان کې د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو تیره اونۍ په بروکسل کې افغانستان ته د نورو سرتیرو پر استولو موافقه وکړه.

که څه هم د افغانستان حکومت د ناټو له دغې پریکړې هرکلی کړی، خو د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار، چې پخوا هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له حضور سره مخالف وو، د ناټو د سازمان دا پریکړه د افغانستان د جګړې د حل لپاره مناسبه نه ګڼي.

ښاغلي حکمتیار، چې د پنجشنبې په ورځ یې د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل "موږ باور لرو چې افغانستان ته د نورو ځواکونو لیږل نه یواځې ستونزې حل کولی نه شي، بلکې ستونزې زیاتوي. د حساسیتونو د راپارولو لامل کیږي، قضیه لاپسې پیچلې کوي، که د ناټو په وسلو سمبالو ۱۶۰ زرو سرتیرو ونشول کولی جګړه مهاره کړي، د یو شمیر محدودو نورو سرتیرو په لیږلو به هم ستونزه حل نه شي."

هغه زیاته کړه، چې د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه باید خپلې هغه پخوانۍ سیاسي او پوځي تګلارې، چې پر وینا یې 'ناکامه سیاستونه' وو، په ژور ډول له سره وڅیړي.

د اسلامي حزب مشر وویل "په افغانستان کې د اولسو کلونو لپاره د جګړې دوام معنی دا ده، چې د دولت پوځي سیاست هم ناکامه وو او د بهرنیانو هم. د دې لپاره موږ هیڅ بل تعبیر او لامل نه شو موندلی."

ښاغلي حکمتیار دغه راز وویل، د داعش ډله په افغانستان کې نوې نه ده، بلکې د پخوانیو طالبانو یوه برخه ده، چې پر وینا یې خپل نوم او بیرغ یې بدل کړی دی.

ګلبدین حکمتیار هغه اوازې دروغ وبللې، چې ګواکې د داعش زیات شمیر بهرني جنګیالي له بهر څخه افغانستان ته راغلي.

د اسلامي حزب مشر دا هم وویل، چې د افغانستان په شمال کې د ځینو هیوادونو له خوا یو شمیر کړیو ته وسلې ویشل کیږي، چې دا لړۍ لا هم دوام لري، خو هغه په دې اړه زیات جزئیات ورنکړل.

ښاغلي حکمتیار له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې دې مسلې ته جدي پام وکړي او د افغانستان سیاسي ګوندونو ته یې په خطاب وویل "اوس یو ځل بیا دا سلسله (د وسلو ویش) پیل شوې ده، زما هیله دا ده، چې نه زموږ کورني سیاسي ګوندونه مخکینۍ، غلطې، خونړۍ، بدمرغې تجربې تکرار کړي او نه زموږ ګاونډیان او چا چې تر دې وړاندې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې، د افغانستان امن د ټولو په ګټه دی، دلته د جګړې دوام د ټولو په زیان دی، هیڅ څوک له دې جګړې څخه ګټه نه شي اخیستلی."

د ګوندونو ترمنځ د مذاکراتو بلنه

د افغانستان د اسلامي حزب مشروویل، چې د دغه هیواد ټولو سیاسي ګوندونو ته یې بلنه ورکړې، ترڅو په افغانستان کې د روان کړکیچ د له منځه وړلو لپاره تر یو چتر لاندې، سلامشورې، خبرې او بحثونه وکړي.

ښاغلي حکمیتار وویل "موږ د ملي تفاهم مجمع تر عنوان لاندې غوښتل، چې دا ټول ګوندونه سره راټول شي او تر یو سقف لاندې کښني، هغه ګوندونه چې د دې څلورو لسیزو په پيښو کې لږ یا ډیر موثر ول، مثبت یا منفي ونډه یې درلوده، ښه یا بد وو، د یوه له نظره یا د بل له نظره، چپي ګوندونه هم ښي لاسي هم، دا ټول راغونډ شي، نه د یو بل ائتلاف جوړولو لپاره... نه نوی ائتلاف جوړوو او نه نوې جبهه... دا یو هم زموږ په طرح کې نشته، موږ فقط غواړو چې یوه تشه ډکه کړو، په دغو څلورو لسیزو کې دا فُرصت نه دی مساعد شوی، چې دا ټول ګوندونه تر یو سقف لاندې په خپل منځ کې کښیني او د هیواد د سترو سترو مسلو په اړه په ګډه غور وکړي او مناسب ګډ تصامیم ونیسي."

د اسلامي حزب مشر وویل، په دې غونډه کې یې ټولو ګوندونو ته د ګډون بلنه ورکړې، چې غوڅ اکثریت یې د دوی بلنه منلې ده.

ښاغلي حکمتیار د اسلامي جمعیت، اسلامي جنبش او اسلامي وحدت ګوندونو ترمنځ په ترکیې کې د حکومت ضد نوي ائتلاف په اړه وویل، چې ګوند یې نه یواځې دا چې د دغه ائتلاف له جوړیدو سره مخالفت او په اړه یې اندیښنه نه لري، بلکې که دغه ائتلاف 'مثبته تګلاره او نیکې موخې' غوره کړي او د 'هیواد او خلکو د وحدت' لپاره کار وکړي، ورڅخه ملاتړ کوي.

د اسلامي حزب مشر ټینګار وکړ، چې د ائتلافونو جوړول باید د تقابل او د نویمې لسیزې د جګړو د بیا پیلیدو لامل نه شي.

XS
SM
MD
LG