د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د طالبانو برید کې د افغان پولیسو د وژل کېدو ادعا


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

وسله والو طالبانو تیره شپه د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ پر امنیه قومندان عبدالمحمد وسله وال برید کړی دی.

د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال ولي جان سرحدي نن شنبه مارچ ۲۷(وري ۷) امریکا غږ ته وویل چې د سنګین ولسوالۍ پر امنیه قومندان یاد برید د نهرسراج ولسوالۍ په شوندک مانده سیمه کې شوی دی. خو په اړه یې نور جزئیات ورنه کړل.

خو د هلمند ولایت یوه لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې په شونډک مانده سیمه کې د سنګین ولسوالۍ امنیه قومندان سمونیار عبدالمحمد سروري له ۸ نورو پوليسو سره تېره شپه د وسله والو طالبانو په یوه ډله ییز برید کې وژل شوی.

سرچینې زیاته کړه: "په سیمه کې د سنګین ولسوالۍ د پوليسو اړوند یوه قرارګاه وه چې د ولسوالۍ امنیه قومندان هم پکښې حضور در لود وسله والو طالبانو پرې ډله ییز برید کړی چې د ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون ټول نهه تنه وژل شوي خو دا چي پېښه لومړی د نفوذي برید له کبله وه او که د وسله والو طالبانو ډله ییز برید وو په اړه يې پلټنې رواني دي."

تراوسه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سنګین په ګډون د هلمند زیاتره شمالي ولسوالۍ د وسله والو طالبانو د پراخ حضور عمده سیمې بلل کیږي.

خپله وسله والو طالبانو د دې تازه پېښې په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG