د لاس رسي وړ اتصالات

فاریاب او هلمند کې موټر بم بریدونو ۱۹ تنه وژلي ۱۷ ټپيان دي


عکس( ارشیف)
عکس( ارشیف)

د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، د یاد ولایت په المار ولسوالۍ کې موټر بم ۱۴ تنه وژلي او لږ تر لږه ۱۵ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د فاریاب ولایت د چارواکو په وینا دغه موټر بم برید تېره شپه ۱۲ بجې د المار ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ پر ودانۍ شوی دی.

د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش نن سې شنبه نومبر لسمه (لړم۲۰مه) امریکا غږ ته وویل چې په وژل شوو کسانو کې څلور پولیس او ۱۰ ملکي وګړي شامل دي.​

د فاریاب والي نقیب الله فایق هم پر خپل ټویټر لیکلي چې په دغه موټر بم برید کې څلور پولیس وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا تر موټر بم برید وروسته څلورو وسله والو هم برید کړی چې د والي په وینا څلور واړه وژل شوي دي. خو ځايي سرچینې وايي چې وسله وال اوس هم مقاومت کوي.

ښاغلي فایق ویلي چې په دغه موټر بم برید کې ملکي خلکو ته هم د سر او مال زیانونه اوښتي دي.

په هلمند کې موټر بمي برید

د یو بل خبر له مخې تېره شپه د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې هم د ملي اردو پر یو مرکز موټر بم برید شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ ته وويل چې یاد برید تیره شپه ۹ بجې په آب پاشک سیمه کې د ملي اردو پر یوه قرارګاه شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې په پېښه کې د اوښتې مرګ ژوبلي ارقام به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

نوموړي زیاته کړه: "د ګرشک په ولسوالۍ کې د پوځ هوايي قواوو پر وسله والو بریدونه کړي چې پدې پېښه کې ۱۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي."

ځواک وویل، هوايي قواوو هغه وسله وال طالبان هم په نښه کړي چې موټر بم برید وروسته یې د ډله ییز برید پلان درلود.

د نوموړي په وینا په بریدونو کې لس وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خو د ګرشک ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته وويل چې د ځانمرګي موټر بم برید په پېښه کې د ملي اردو ۵ سرتیري وژل شوي او ۲ تنه نور يې ټپیان شوي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د دغه دواړو بریدونو په اړهڅه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG