د لاس رسي وړ اتصالات

بواسیر څه دي او څنګه یې باید درملنه وشي 


بواسیر
بواسیر

بواسیر یوه عامه ناروغي ده چې د مقعد په شاوخوا کې د رګونو د پړسوب له امله رامینځته کیږي او ښایي د درد، ځایي خارښ او د مقعد د وینې کیدو لامل شي.

خو کیدای شي چې تر یوې اندازې پورې د دې ناروغۍ مخنیوی وشي او یا هم په ساده او کورنۍ درملنې سره د ناروغۍ نښې نښانی ښه شي، که څه هم په ځینو مواردو کې د دې ناروغۍ د درملنې لپاره جراحي عملیاتو ته اړتیا ده.


د متحده ایالاتو د جانس هاپکینز پوهنتون د موندنو له مخې، د دواړو جنسونو (نارینه او ښځینه) د هر عمر او نژاد نږدې نیمایي خلک، تر ۵۰ کلنۍ پورې په مختلفو درجو بواسیر لري.

خو بیا هم، چاغ او ډیر وزن لرونکي خلک، امیندواره میرمنې، هغه میرمنې چې تازه یې ولادت کړی، هغه کسان چې کم فایبر لرونکي خواړه خوري، هغه خلک چې اوږدمهاله قبضیت او نس ناستې لري، هغه کسان چې د اوږدې مودې لپاره په ناسته کار کوي او هغه کسان چې درانه شیان ښکته پورته کوي، د بواسیر د اخته کیدو له ګواښ سره مخامخ دي.


هر هغه عامل چې د خیټې په لاندنۍ برخه او ورنونو کې د فشار د زیاتوالي لامل کیږي کیدای شي د مقعد په شاوخوا کې د رګونو د پراخیدو او په پای کې د بواسیر لامل شي.

بواسیر که چیرې دننه وي په ندرت سره نښې ښکاره کوي، خو که د رګونو پراخیدل بهر وي نو د نښو نښانو سره لکه درد، خارښت، د مقعد په شاوخوا کې پړسوب او وینه بهیدل په ځانګړي توګه تشناب ته د تللو په وخت کې پیښیږي.

په هرصورت، بواسیر د نورو جدي ستونزو لامل نه کیږي، او په ځینو نادرو پیښو کې، دا کیدای شي د کم خونۍ، د مقعد په شاوخوا کې په پراخ شویو رګونو کې د وینې لخته کیدو او د میکروبي کېدو سبب شي.

په ځینو مواردو کې، بواسیر ښایي له درملنې پرته پخپله ښه شي، خو که چیرې ناروغي دوام ومومي او نښې او نښانې شتون ولري، د بواسیر د آرام کولو کریمونو په کارولو سره، د ډیرو اوبو څښلو، فزیکي فعالیت، د فایبر لرونکي موادو په زیات استعمال - سبزیجات، میوې او حبوباتو په خوړولو، شیرګرمو اوبو کې د ۱۰ څخه تر ۲۰ دقیقو پورې په ناسته، د غایطه موادو د نرمونکو درملو په خوړولو او د نرم او مرطوب تشناب کاغذ کارولو سره دا ناروغۍ ښه کیدای شي.


همداشان باید د زیات وخت له کیناستو څخه هم ډډه وشي، په ځانګړې توګه په پلټۍ وهلو یا دوو پښو کښیناستو، په کموډ باندې اوږدې ناستې، تشناب ته د تلو په وخت کې په بطن ډیر فشار راوړلو او نورو فعالیتونو څخه چې پر بطن فشار زیاتوي، ډډه وشئ.

که چیرې دا تدابیر اغیزمن نه وي او د خیټې درد، اوږدمهاله قبضیت، تبه، کانګې او د مقعد شدیده خونریزي شتون ولري، تاسو باید ډاکټر ته ولاړ شئ، ځکه چې پدې حالت کې ځانګړې طبي پاملرنې ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG