د هرات د ولایت مقام د ملي امنیت په ریاست کې د یوې چاودنۍ خبر ورکړی.
د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد وایي چې لومړنۍ څیړنې ښيي چې دغه چاودنه د ملي امنیت په پخلنځي کې د یو ګاز بالون د چاودیدلو له کبله شوې ده.
ښاغلی فرهاد تائیدوي چې په دغه چاودنه کې درې کسه مړه او څلور نور ټپي شوي دي.
خو له بلې خوا د هرات د ملي امنیت یو مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي دي چې پيښه هغه مهال رامنځته شوې کله چې د ملي امنیت سرتیرو د طالبانو څخه د ملي اردو یو بیرته نیول شوی رینجر موټر دغه ودانۍ ته دننه کړ.
همداراز د هرات د عامې روغیتا رئیس، عبدالحکیم تمنا ددې ولایت حوزوي روغتون ته د درې مړو او پنځو ټپیانو راوړلو خبر تائید کړی دی.
ښاغلی تمنا تائیدوي چې روغتون ته راوړل شوي ټول قربانیان د ملي امنیت کارکوونکي دي او په کې کوم ملکي کس نشته.