د لاس رسي وړ اتصالات

اسلامي حزب په دفتر باندې برید شوی خو حکمتیار ته په کې زیان نه دی رسیدلی

ارشیف
ارشیف

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب په یوه اعلامیه کې چې د دغه ګوند اړوند د شهادت ورځپاڼې په ټویټر پاڼه خپره شوې ویلي، چې د اسلامي حزب په مرکزي دفتر د جمعې په ورځ غرمه مهال دوه تنو وسله والو برید وکړ، چې دواړه بریدکوونکي خپل هدف ته د رسیدلو وړانډې د امنیتي ساتوونکو له خوا له منځه وړل شوي دي.

اسلامي حزب ته نږدې سرچینو ویلي، چې دوه تنو وسله والو د جمعې په ورځ ډسمبر دویم ( لیندۍ ۱۱) شاوخوا یوه نیمه بجه غوښتل د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د اسلامي حزب مرکزي دفتر جومات ته ځانونه ورسوي، چې د امنیتي ساتوونکو له خوا پیژندل شوي او د امنیتي ساتوونکو په متقابلو ډزو کې دواړه بریدګر وژل شوي دي.

همداشان په دې نښته کې د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار دوه ساتوونکي هم ټپیان شوي دي.

د اسلامي حزب په اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې برید کې د ګلبدین حکمتیار په ګډون د دغه حزب هیڅ کوم چارواکي ته زیان نه دی رسېدلې. همداشان د ګلبدین حکمتیار لمسي عبیدالله بهیر د خپل ټویټر په پاڼه لیکلی چې ښاغلی حکمتیار ته په دې برید کې زیان نه دی رسیدلي.

د اسلامي حزب یو چارواکي غیرت بهیر د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دوه برید کوونکي هغه مهال ووژل شول چې غوښتل یې ددې ګوند د کابل ودانۍ ته ننوځي. د هغه په وینا دریم کس په تېښته بریالی شو.

د فرانس پرس د رپوټ له مخې ددې حوزې د پوليسو يو جګپوړي افسر عبيدالله مدبر هم د دوو بريدګرو وژل کېدل تاييد کړل، خو ویلي یې دي چې د ده په اند درېيم بریدګر نيول شوى دى.

اسلامي حزب ته نږدې سرچینو امریکا غږ ته وویل، چې د بریدکوونکو هدف د اسلامي حزب د مرکزي دفتر په جومات کې پر لمونځ کوونکو باندې برید و. ددغو سرچینو د وینا پراساس ګلبدین حکمتیار او د اسلامي حزب نور غړي هره جمعه په همدې جومات کې د جمعې د ورځې لمونځ ادا کوي.

ټاکل شوې چې اسلامي حزب مشر به په دې اړه ژر یو پیغام خپور کړي. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت لا تراوسه ددې برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تراوسه کوم چا یا ډلې ددې برید مسولیت نه دی اخیستی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG