د لاس رسي وړ اتصالات

د بلخ په چاودنه کې 'یو افغان خبریال او همکار یې وژل' شوي


د افغان غږ "اوا" په نوم خبري آژانس یو خبریال حسین نادري
د افغان غږ "اوا" په نوم خبري آژانس یو خبریال حسین نادري

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د دوی د معلوماتو له مخې د بلخ ولایت په مرکز مزارکې د «تبیان» په نوم فرهنګي مرکز کې د تیرې شنبې ورځې چاودنه کې د افغان غږ "اوا" په نوم خبري آژانس یو خبریال حسین نادري او یو بل نوی همکار یې اکمل نظري وژل شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دوشنبې په ورځ مارچ ۱۳ (کب ۲۲) په یوې اعلامیې کې ویلي دغه کسان د ژورنالستانو د ستاین غونډې په مهال چاودنې کې وژل شوي دي.

یاد مرکز ویلي چې په دغه چاودنه کې د بېلابیلو رسنیو ۱۸ نور خبریالان هم ټپیان شوي چې د ځينو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې حسین نادري د حقوقو پوهنځی د دویم کال محصل و او د تیرو دوو کلونو راپدېخوا یې په بلخ ولایت کې له (اوا) خبري آژانس سره د سیمه ییز خبریال په توګه کار کاوه او د تبیان فرهنګي مرکز سره یې هم همکاري کول.

دا مرکز وايي په دغې چاودنې کې بل وژل شوی کس اکمل نظري د ژورنالیزم پوهنځی زده کوونکی و او له افغان غږ (اوا) خبري آژانس سره یې د خبریال په توګه کار نه کاوه، بلکې د خبریالۍ عملي کار یې زده کاوه.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د تیرې شنبې په ورځ په دغه چاودنه کې یوازې د تبیان فرهنګي مرکز د یوه امنیتي ساتونکي د وژل کېدو او پنځو خبریالانو په ګډون د اتو کسانو د ټپي کېدو پخلی کړی و.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر دا مهاله په دغې چاودنې کې د وژل شویو خبریالانو په اړه څه نه دي ویلي. په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو په بلخ ولایت کې پر خبریالانو د تیرې شنبې په ورځې چاودنه غندلې او په برخه کې د څېړنو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له اړوندو امنیتي مسؤلینو څخه غوښتي چې د خبریالانو د امنیت اړوند اندېښنو ته رسیدګي وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو په ګډون د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو په مزارشریف کې د خبریالانو پر یوې غونډې د تیرې شنبې ورځې چاودنه چې ګڼ شمېر خبریالان پکې ټپي شول، غندلې او په افغانستان کې د خبریالانو پر خوندیتوب باندې ټينګار کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په مزاشریف ښار کې پر خبریالانو چاودنه غندلې او د دغه چاودنې له قربانیانو سره یې غم شریکي ښودلې ده. یوناما دغه چاودنه د "نه منلو" وړ بللې او په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر پای ته رسېدو ټینګار کړی دی.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نۍ) هم دغه چاودنه غندلې وه او د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې دغه پېښه په جدي ډول وڅېړي او د خبریالانو او رسنیو کار کوونکو د خوندیتوب برخه کې هڅې زیاتې کړي.

په بلخ ولایت کې د خبریالانو په منځ کې د یادې چاودنې مسؤلیت تر دا مهاله کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG