د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر: د نظام مخالفین واجب‌القتل دي  


د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم ویلي، هغه کسان چې د دوی نظام تخریبوي "واجب القتل" دي.

د افغانستان د محلي رسنیو په حواله، ندیم په کندهار ولایت کې د طالبانو د مفتیانو او قاضیانو د فراغت په مراسمو کې په یوه وینا کې ویلي دي: «د نظام تخریبوونکی که په ژبه باندې وي که په قلم باندې وي، که عملي تخریب کوي، دا ټول هغه خلک دي چې هغه بغات [باغیان] بلل کیږي، واجب القتل بلل کیږي.»

دغه طالب چارواکي د کومې مشخصې ډلې د نوم اخیستلو پرته د طالبانو د حکومت مخالفانو او منتقدینو ته خبرداری ورکړ او ویې ویل: «تاسو سر تمبګۍ ته مخه کړې او د بهرنیانو له دسیسو سره افغان ولس ته ستونزې جوړوئ... موږ هم ستاسو مقابلې او ځپلو ته چمتو یو."

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په ګډون یو شمېر طالب چارواکو په وروستیو اونیو کې د دې ډلې د حکومت د کړنو په اړه انتقادي څرګندونې کړي دي.

حقاني د شنبې په ورځ د فبرورۍ په یوولسمه (سلواغې ۲۲) په خوست ولایت کې په یوه غونډه کې د طالبانو د اوسنۍ ادارې چارواکي د واک په انحصار تورن کړل او ټینګار یې وکړ چې اوسنی وضعیت د زغملو وړ ندی. هغه وویل چې د خلکو په زخمونو باید مرهم ولګول شي، نه دا چې دکتاتورۍ رامنځته شي او خلک وځورول شي.

د حقاني له څرګندونو یوه ورځ وروسته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سراج الدین حقاني د نوم له اخیستو پرته وویل چې نیوکې باید په محرمانه توګه وشي. هغه وویل: «که څوک پر امير، چارواکي، وزير، مرستيال او ولسمشر نيوکه ولري، غوره ده او اسلامي اخلاق ایجاب کوي هغه ته سپکاوی ونه کړي او د هغه عزت په خپل ځای کې وساتي. د مصونې لارې او په محرمه توګه هغه ته نږدې شي او بل څوک یې وانه وري او نيوکه پري وکړي، دا لوړ او اسلامي اخلاق دي.»

په څه باندې یو نیم کال کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د مخالفینو غږونه یې ځپلي او د فعالانو، د پوهنتونونو د استادانو او معترضو ښځو په ګډون یې خپل منتقدین نیولي او وهلي دي.

څه موده وړاندې د پوهنتون يو شمېر استادان او د ټولنيزو رسنيو يو شمېر کاروونکي چې د طالبانو د کړنو او په ځانګړې توګه د ښځو د زده کړې او کار په اړه د دغې ډلې د چلند پر ضد خپل غږ اوچت کړی و، د طالبانو له خوا ونيول شول.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو دې ته په اشارې چې طالبان هر اقدام له خپل نظره او د شرعي احکامو په چوکاټ کې تعبیر او تفسیروي، د طالبانو د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر وروستۍ څرګندونې د شریعت خلاف او د ګډوډۍ د شدت او د ددې ډلې د مخالفانو او منتقدینو ځپل ګڼلي دي.

د افغانستان د پخواني حکومت یو چارواکي حلیم فدايي په ټویټر کې لیکلي: «زه حاضر یم چې ندامحمد ته دا ثابته کړم چې دده دا وینا/فتوا د اسلام خلاف ده. دا فتواوې دخېټې په کتابونو کې دي.په قرآن او حدیث کې هیڅ اصل نه لري.دخدای لپاره دخپل قدرت لپاره اسلام او داسلام احکام مه تحریفوئ او مه پر الله او دهغه په رسول دروغ تړئ. تاسو تر پیغمبر او صحابه وو مقدس نه یې.»

ندیم، چې د طالبانو یو له سخت دریځو څېرو څخه دی، تل یې توندې او خبر جوړوونکې څرګندونې کړي او په افغانستان کې یې د نجونو د تعلیم د بندولو پرېکړه د نړیوالو له جدي او پراخ غبرګون سره مخامخ شوې ده.

اروپايي ټولنې د کب میاشتې په ۱۶مه د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په درشل کې د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم او د دوی د حکومت د امر بالمعروف وزارت سرپرست محمد خالد حنفي د تاوتریخوالی او د ښځو د حقونو څخه د سرغړونو له کبله د اروپایي اتحادیې د بندیزونو په لست کې شامل کړل.

XS
SM
MD
LG