د لاس رسي وړ اتصالات

د خبریالانو ملاتړو ادارو کندهار کې طالبانو له بند څخه د یو سیمه ییز خبریال خوشې کیدو غوښتنه کړې


محمدیار مجروج
محمدیار مجروج

د خبریالانو او د رسنیو د ملاتړ ادارې وايي، چې د طالبانو امنیتي ساتوونکو په کندهار کې د طلوع نیوز تلویزیون یو سیمه ییز خبریال او د خپلواکو خبریالانو د ټولنې استازی محمد یار مجروح نیولی او زندان کې یې اچولی دی.

د خپلواکو خبریالانو ټولنې د پنجشنبې په ورځ ناوخته فبرورۍ ۱۶ (سلواغې ۲۷) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د محمد یار مجروح د خلاصولو لپاره هڅې کوي.

دغې ټولنې ویلي: "د رسنیو د سرغړونو د شکایتونو د اوریدو او رسیدګۍ د کمیسیون د غونډې د پریکړې له مخې د خبریالانو او رسنیو قضیې باید د یوې واحدې مجرا څخه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دی تعقیب شي...دا ډول نیونې د خبریالانو او د هیواد رسنیو ټولنې ته د اندیښنې وړ دي او د بیان د ازادۍ د کمزورۍ سبب به شي".

د راپورونو له مخې محمد یار مجروح درې ورځې وړاندې د طالبانو د استخباراتو د ادارې له خوا په کندهار کې نیول شوی، چې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ ادارو د وینا له مخې تراوسه یې د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نشته دی.

د افغانستان د خبریالانو ملي اتحادیې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغې اتحادیې په پرله پسې ډول د طالبانو څخه غوښتي دي، چې د خبریالانو سره دې د رسنیو د تعریف شوو اصولو او قواعدو پر اساس عمل وکړي او په افغانستان کې دې د اطلاع رسونې د بهیر د ځنډیدو مخه ونیسي.

دغې اتحادیې ویلی:" د اړتیا له مخې او روان وضعیت ته په کتو د اسلامي امارت څخه یو ځل بیا غواړو، چې خبریالانو سره د چلند په برخه کې په اصولي ډول عمل وکړي او د خبریالانو د نیولو او رسنیو سره د چلند په برخه کې، چې پر هر دلیل وي د خبریالانو او د سنیو د ملاتړ ادارو سره د موضوع په اړه معلومات شریک کړي ".

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په یوشمیر ولایتونو کې د طالبانو له خوا د خبریالانو نیولو او د احضارولو په پیښو کې زیاتوالی راغلی دی.

دغه مرکز ویلی:" د افغانستان د خبریالانو د مرکز معلومات ښيي، چې د محمدیار مجروح سربیره همدا اوس لږ تر لږه درې خبریالان په زندان کې دي. په خوست کې د زرغون تلویزیون خبریال قدرت الله ترار د لړم د میاشتې له شلمې، مرتضی بهبودي افغان الاصله فرانسوي خبریال د مرغومې له ۱۷ مې او په ننګرهار کې ورزشي خبریال خیرالله پرهر د مرغومې له ۱۹ مې راهیسې په زندان کې دي".

همداشان د ' نۍ ' په نوم د افغانستان د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې هم په یوه اعلامیه کې د طالبانو له خوا د خبریالانو نیولواو احضارولو ته غبرګون ښودلی په دې اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

' نۍ' ویلي، چې په تیره یوه میاشت کې په ننګرهار، کندهار، غور او کابل کې څو تنه خبریالان د طالبانو له خوا نیول شوي او یا هم د د طالبانو دفترونو ته غوښتل شوي دي. د خبریالانو د ملاتړ دغې ادارې د خبریالانواود رسنیو د کارکوونکو نیول او زورول " د نه منلو وړ" اقدامات بللي اوویلي دي، چې د طالبانو دا ډول اقدامات هیڅ د توجیې وړ نه دي.

' نۍ' په عاجل ډول د محمد یار مجروح د خوشې کیدو غوښتنه کړې او هم یې په کابل کې د تمدن پرخصوصي تلویزیون باندې د طالبان د وسله والو د یرغل په اړه وضاحت غوښتنه کړې ده. دوه ورځې دمخه د خبریالانو او د رسنیو د ملاتړ ځینو ادارو وویل، چې د طالبانو امنیتي ساتوونکو په "خپلسر او د قانون پرخلاف" په کابل کې د تمدن خصوصي تلویزیون په دفتر برید کړی و.

دغو ادارو ویلي و، چې طالبانو امنیتي ساتوونکو د برید پر مهال د تمدن د تلویزیون کارکوونکي ګواښلي او ددغه تلویزیون مربوط دوه موتره یې هم له ځان سره وړي دي. طالبانو تراوسه په کندهار کې د محمد یار مجروح د نیولو او د تمدن خصوصي تلویزیون باندې د برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG