د لاس رسي وړ اتصالات

بې پولې خبریالانو سازمان د طالبانو د بند څخه د مرتضی بهبودي خوشې کیدو کې له ملګرو ملتونو مرسته غوښتې


 مرتضی بهبودي
مرتضی بهبودي

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان ((RSF د طالبانو په بند کې په خټه افغان فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي په دوامداره توګه پاتې کیدو اندیښنه ښودلې او له ملګرو ملتونو یې ددغه خبریال د خوشې کیدو په برخه کې مرسته غوښتې ده.

دغه سازمان د جمعې د ورځې ناوخته فبرورۍ ۲۴ ( کب پنځم)په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو د جنورۍ د میاشتې په اوم تاریخ خبریال مرتضی بهبودي "په کابل کې نیولی او له ۵۰ ورځو زیاتې ورځې وشوې، چې هغه د دغې ډلې په زندان کې دی".

بې پولې راپور ورکوونکو سازمان ویلي، چې د طالبانو له خوا د دغه افغاني الاصله فرانسوي خبریال د نیولو مسله یې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ او هم د بیان ازادۍ ته د درناوي او د ترویج د چارو لپاره ددغې شورا د ځانګړې راپور ورکوونکې ایرنه خان سره شریکه کړې ده او له هغوی یې غوښتي دي، چې د مرتضی بهبودي د خلاصولو لپاره دې هڅې وکړي.

ددغه سازمان د نړیوال ملاتړ د چارو مدیر انتوان برنارد ویلي "مونږ له ملګرو ملتونو غواړو، چې د مرتضی بهبودي د خلاصولو لپاره زمونږ له غوښتنې ملاتړ وکړي. هغه خبریال دی، چې د خپلو رسنیزو همکارانو له خوا یې درناوي کیږي باید پرته له ځنډ خوشې شي".

بې پولې راپور ورکوونکو سازمان ((RSF د طالبانو له خوا د خبریالانو او په ځانګړي ډول د مرتضی بهبودي نیول د دغې ډلې له خوا د خبریالانو د ځپلو او زورونې په معنی ګڼلي دي. دغه سازمان په دې اړه د اندیښنې په څرګندلو ویلي، چې طالبانو افغانستان کې د خبریالانو نیولو ته دوام ورکړی او په وروستیو میاشتو کې یې لږ ترلږه درې افغان خبریالان بندیان کړي دي.

ددغه سازمان د راپور له مخې طالبانو په کندهار کې د طلوع نیوز تلویزیون خبریال محمد یار شپږ ورځو لپاره په بند کې د ساتلو وروسته خوشې کړ، خو په خوست ولایت کې د زرغون تلویزیون د خبریال قدرت الله ترار او هم په جلال اباد کې د ورزشي خبریال خیرالله پرهر د برخلیک په اړه لا معلومات نشته دی.

د طالبانو حکومت لا تراوسه د مرتضی بهبودي او دوه نورو افغان خبریالانو د نیولو او په بند کې د ساتلو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

طالبان د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول د رسنیو او خبریالانو په کارونو او فعالیتوونو محدودیتونه لګولي دي.

ددغو محدودیتونو په لړ کې د طالبانو وسله والو په کابل کې د تمدن په نوم په یو تلویزیون برید کړی دی او همداشان د هلمند په ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو خبریالان د فلم او عکس د اخیستلو څخه منع کړي دي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ ادارو د طالبانو پر دغو اقداماتو ژوره اندیښنه ښودلې او د طالبانو له حکومت یې د وضاحت غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG