د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د استازو مجلس پر ایران د پوځي برید د محدودولو هڅه کوي


د امریکا د استازو د مجلس مشره او ځینې غړي
د امریکا د استازو د مجلس مشره او ځینې غړي

ټاکل شوې چې نن پنجشنبه (جنوري۹) د امریکا د استازو مجلس پر ایران د پوځي برید د محدودولو لپاره رایه واچوي.

دا رایه اچونه د امریکايي ځواکونو په برید کې د ایران د قدس ځواک د مشر قاسم سلیماني له وژل کېدو او په عراق کې د امریکا په پوځي اډو د ایران د میزایلو له بریدونو وروسته کیږي.

د استازو د مجلس مشرې نانسي پلوسي په یوې بیانیې کې ویلي دي چې رایه اچونه به کیږي؛ هغې پر ولسمشر ټرمپ انتقاد کړی دی چې پر سلیماني یې د برید په اړه له کانګرس سره مشوره نه وه کړې.

مېرمن پلوسې دا برید "پاروونکی او نامتناسب" بللی دی چې په خبره یې د امریکا د پوځیانو او دپلوماتانو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی دی. د استازو د مجلس په بیانیې کې له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتل شوي دي چې د ایران پر ضد دې امریکايي ځواکونه نه کاروي.

وايي امریکايي ځواکونه هغه وخت جګړه پیلولی شي چې کانګرس د جګړې اعلان وکړي، یا د جګړې په اړه پرېکړه وکړي او یا امریکا ته د کوم جدي ګواښ د مخنیوي په اړه د پوځي اقدام لارښوونه وکړي.

میرمن پلوسي ویلي: "حکومت باید له کانګرس سره د یوې عاجلې تګلارې په پلې کولو، چې د تاوتریخوالي په کمولو او مخنیوي کې اغیزناکه وي،کار وکړي... امریکا او نړۍ جګړه نشي زغملې."

د استازو په مجلس کې دموکرات ګوند اکثریت دی او داسې ښکاري چې په اسانۍ سره به دا پرېکړه وکړي، خو لا معلومه نه ده چې سنا به دا پرېکړه ومني که نه، په سنا کې د ولسمشر ټرمپ ګوند، جمهوري غوښتونکي، اکثریت دي.

دا په داسې حال کې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د دفاع وزیر مارک اسپر او د امریکا د مرکزي استخباراتو مشره جینا هسپل د چهارشنبې په ورځ (جنوري۸) کانګرس ته ولاړل او د استازو د مجلس او سنا غړو ته یې پر قاسم سلیماني باندې د هوايي برید په اړه معلومات ورکړل.

خو له دې هر څه سره سره د متحدو ایالتونو د استازو مجلس په بیانیې کې د ایران حکومت د ترهګرو ملاتړی او په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي پاروونکی بلل شوی او ویل شوي چې سلیماني د دغو فعالیتونو اصلي طراح و.

په دغه سند کې دا هم واضح شوي چې متحده ایالتونه د ځان د دفاع حق لري خو باید په داسې حالاتو کې د دولت اجرايي ځواک کانګرس ته معلومات ورکړي چې ولې پوځي اقدام کوي، ولې یې په مشخص وخت کې باید وکړي او که په مشخص وخت کې دا کار ونشي، څه زیانونه به ولري؟

XS
SM
MD
LG