د لاس رسي وړ اتصالات

له تشویش او اضطراب څخه څنګه ځان خلاصولی شو؟


تشویش یا سودایتوب په حقیقت کې د فشار څخه ډک وضعیت ته د بدن طبیعي غبرګون دی.
تشویش یا سودایتوب په حقیقت کې د فشار څخه ډک وضعیت ته د بدن طبیعي غبرګون دی.

په نننۍ بوخته نړۍ کې تشویش او اضطراب زموږ د ژوندانه یوه برخه ګرځیدلې ده.‌ خو په عمومي توګه تشویش بده خبره نه ده او ځینې وختونه، نه یوازې موږ له خطره خبروي، بلکې دا انګیزه هم راکوي چې د خطرونو ارزونې ته چمتو و اوسو. همدارنګه انسانان د بریالیتوب لپاره لږې انديښنې او تشویش ته اړتیا لري، خو ډیره اندیښنه کولی شي د هغوی د ژوند کیفیت او بڼې باندې منفي اغیزه وکړي.

تشویش یا اضطراب په حقیقت کې د فشار څخه ډک وضعیت ته د بدن طبیعي غبرګون دی. د پوهانو په وینا، دا حالت کیدای شي د ویرې او ډار سره په ګډه د انسان په ماغزو کې د یو لړ عواملو له امله لکه وراثت، چاپیریال او کیمیاوي تعاملات له امله رامنځته شي.

د زړه ضربان، د ساه اخیستلو کچه، ناکراري او د تمرکز ستونزې د ورځني انديښنې عامې نښې دي. خو له دې سره سره، د تشویش اختلالات ښايي په هر شخص کې په بیلا بیلو ډولونو سره څرګند شي. پدې معنی چې ښايي یو کس د معدې له ستونزې څخه شکایت وکړي، خو بل کس د ناڅاپي ویرې یا ګډوډ فکرونو څخه بیا شکایت ولري.

باید په یاد ولرئ چې عادي ورځنۍ اندیښنه د تشویشي اختلالاتو څخه توپیر لري. کله چې تشویش او اندیښنه تر هغې کچې زیاته شي چې د کنټرول وړ نه وي او د ژوند کیفیت ګډوډ کړي، پداسې حالت کې ورته ناروغي او د تشویش اختلال ویل کیږي.

د اضطراب په ځینو عامو اختلالاتو کې، د تشویش سره مل ډار او ناڅاپه ویره، له صدمې وروسته خپګان، د جبري شک او شبهې اختلال، د جلا کیدو اندیښنه، کرکه، د عمومي او د ټولنیزې انديښنې اختلال شامل دي. که څه هم د صدمې وروسته اختلال او د جبري شک او شبهې اختلال اوس د جلا رواني موضوګانو تر عنوان لاندې طبقه بندي شوي،‌ خو دواړه د تشویش سره ورته نښې لري.

د تشویش د درملنې لارې چارې

د تشویش درملنه د بیلابیلو کلینیکي میتودونو له لارې لکه د یو ارواپوه سره مشورې او د اعصابو د کیمیاوي انډول د ساتلو په موخه د خپګان ضد درملو پواسطه کیدای شي.

خو په ورته وخت کې یو لړ خورا ساده او طبیعي میتودونه هم شته دي چې د تشویش په له منځه وړلو کې خورا ګټور دي. یو کس کولی شي د ورځني عادتونو لکه فزیکي تمرین، خوب او د خوراکي رژیم په تنظیمولو سره د تشویش سره مبارزه وکړي. همدارنګه یوګا او د بشپړ سکون حالت غوره کول د تشویش د کمولو په موخه ګټوره ثابتیدلای شي.

فزیکي تمرینونه

فزیکي تمرینونه نه یوازې د بدني روغتیا لپاره ګټور دي، بلکې په رواني روغتیا هم ډېره ښه اغیزه لري.

په ۲۰۱۳م کال کې د یوې څیړنې موندنې ښودلې،‌ هغه خلک چې د تشویش اختلال لري، د منظم او دوامداره فزیکي فعالیت په ترسره کولو سره په دې توانیدلي چې پراخه کچه د اندیښنې د نښو نښانو له ودې څخه مخنیوی وکړي.

فزیکي تمرین کولی شي د یو کس پام له هغه څه څخه بل لور ته واړوي چې هغه یې په اړه سودا لري. د فزیکي تمرین په پایله کې د زړه د ضربان زیاتیدل په ماغزو کې د تشویش ضد کیمیاوي موادو کچه لوړوي.

د امریکا د ارواپوهنې ټولنې علمي موندنې ښيې چې منظم فزیکي تمرین د تمرکز او کلک هوډ لامل کېږي، کوم چې د تشویش د یو شمېر نښو نښانو په مخنیوي کې مرسته کوي.

د الکولو مصرف کم کړئ

له هغه ځايه چې الکول آرامونکی خواص لري، نو د څو ساعتونو لپاره تشویش او سودایتوب کموي، خو علمي موندنو ثابته کړې چې د اضطراب اختلالات او الکول دواړه په ګډه سره مخته ځي.

په ۲۰۱۷م کال کې د ۶۳ بیلابیلو مطالعاتو بیاکتنې ښودلې چې د الکولو د مصرف کمول، د اضطراب او تشویش کچه راټيټولای شي.

د الکولو ډیر مصرف د اعصابو د کیمیاوي لیږدونکو (نیوروټرانسمیټر) توازن ګډوډوي. د دې کیمیاوي لیږدونکو سم فعالیت د رواني روغتیا ضمانت کوي او د هغې اختلال د اضطراب او سودایتوب د زیاتیدو لامل کیږي.

د الکولو څښل همدارنګه په بدن کې د طبیعي خوب د پروسې په ګډوډولو سره د تشویش د زیاتیدو لامل کیږي.

سګرټ څکول پریږدئ

سګرټ هم د الکولو په څیر د اضطراب کمولو اغیز لري، خو په اوږد مهال کې تشویش لاپسې زیاتوي.

طبي څېړنو ښودلې ده یو کس چې هر څومره په ښکته عمر کې د سګرټ څکول پیل کړي، په هماغه اندازه به د تشویش د ناروغۍ له لوړ خطر سره مخامخ وي. په سګرټو کې نیکوتین او نور کیمیاوي مواد د عصبي فعالیتونو د ګډوډۍ لامل کیږي، کوم چې د اضطراب سره تړاو لري.

ډاکټران وړاندیز کوي، د اضطراب په ناروغۍ اخته کس چې د سګرټ څکولو عادت لري، کولی شي د سګرټ په پریښودو سره د تشویش له ځورونکي اعراضو څخه ځان وژغوري.

د کافین مصرف کم کړئ

که چیرې یو څوک په اوږدمهاله اضطراب اخته وي، کافین او هغه خواړه او څښاک لکه قهوه او چای چې کافین ولري؛ د هغه سره ډیره مرسته نشي کولای. ځکه څیړنو ښودلې چې کافین د اضطراب اختلالات لاپسې زیاتوي او ځینو چې د هغې کارول بند کړي دي، د اضطراب حالت کې یې ښه والي لیدل شوی دی.

کافین هم د الکولو او سګرټ په څیر کولی شي د اعصابو د کیمیاوي تعاملاتو او توازن په ګډوډولو سره، تشویش لا پسې زیات کړي. له همدې امله، د کافین مصرف کې د انډول ساتل ډیره اړینه بلل کیږي.

په تدریجي ډول د کافین لرونکي توکو پرځای د اوبو څښل به له یوې خوا د بدن معایات پوره کړي‌ او له بلې خوا به د بدن څخه د کافین په اطراح کې مرسته وکړي.

د شپې خوب

خوب د رواني روغتیا یو له مهمو اجزاو څخه شمیرل کیږي او معتبره علمي سرچینو پر دې ټینګار کړی دی، چې یو کس باید په یوه شپه او ورځ کې له ۷ څخه تر ۹ ساعتونو پورې خوب وکړي.

د ښه خوب د ګټو ترلاسه کولو لپاره؛ تاسو باید د شپې له خوا خوب وکړئ، په کټ یا بستر کې د تلویزیون یا ځیرک وسایلو سره ځان مه بوخت کوئ. که چیري خوب نه درځي‌ په بستر کې یو او بل خواته مه اوړئ او یا له یوې خونې څخه بلې خونې ته مه ځئ. له خوب څخه مخکي، د کافین او نیکوتین له مصرف څخه ډډه وکړئ او ډیر خواړه مه خورئ؛ د خوب کوټه باید تیاره او سړه وساتل شي، له ویده کیدو څخه مخکې خپلې اندیښنې په یو کاغذ کې لیکلې او هره شپه به په ټاکلي وخت ویده او په ټاکلي وخت له خوبه پاڅیږي.

د خوړو متوازن رژیم

د وینې شکر کموالی، د بدن د مایعاتو کموالی او له مخکې څخه چمتو شوي خوراکي توکو کې کیمیاوي مواد لکه مصنوعي خوند او رنګ د ځینو کسانو د طبیعت او مزاج د بدلون لامل ګرځي او په همدې ترتیب د وینې د شکر لوړوالی په مزاج بده اغیزه کوي.

که چیرې د یو کس د تشویش او سودا کچه د ډوډۍ ترخوړلو وروسته زیاته شي، هغه باید د خوړو عادتونو ته بیاکتنه وکړي.

خو په پریمانه اندازه د اوبو څښل یعني په ورځ کې لږ تر لږه اته ګیلاسه اوبه څښل، د خوړو له لیست څخه د مخکې چمتو شوي او کانسروا خوړو لیرې کول، او د متوازن خواړو چې په هغو کې سبزي، میوې، کب، حبوبات او پروتین شامل دي، د اضطراب او تشویش د نښو او نښانو په کمولو کې مرسته کوي.

په ژوره توګه ساه اخیستل

د اضطراب له نښو څخه یو هم په سطحي او ګړندی توګه ساه اخیستل دي، کوم چې د زړه د چټک ضربان، د سرګرځیدل او هان د اضطراب لامل کیږي. خو بلخوا بیا په کراره او ژوره توګه ساه اخیستل د اضطراب او تشویش کچه را ټیټولای شي.

ددې سره سره، ډاکټران وړاندیز کوي چې انفرادي یا کورنۍ لارې چارې که څه هم د اضطراب نښې نښانې کمولای شي، خو نشي کولی د ځانګړي او کلینیکي پاملرنې ځای ونیسي. د سودایتوب او تشویش زیاتیدل، ځانګړي رواني مشورې یا درملو ته اړتیا لري او که چیرې پورتنې لارې چارې مرسته ونه کړي، ناروغ باید خپل ډاکټر سره اړیکه ونیسي او د ځانګړي تخصصي مرستې غوښتنه وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG