د لاس رسي وړ اتصالات

د ښه خوب لپاره له پنځو شیانو ډډه وکړئ


یوه نوې څیړنه ښیي چې له پنځو خوراک او څښاک توکیو نه ډډه کول د شپې د ښه خوب او د خوشحاله سهار ضمانت کوي.

ښه خوب د هر انسان غوښتنه ده، خو ډیر کسان د بیلابیلو ستونزو او ناروغیو له کبله سم خوب نشي کولاې.‌ د روغتیايي چارو کارپوهان ټینګار کوي‌ چې د جسمي او روحي سلامتیا لپاره،‌ ښه خوب کول یوه اساسي اړتیا ده.

له ناروغیو پرته،‌ ځیني نور داسې شیان شته چې که پاملرنه ورته وشي، د ښه خوب کولو سره مرسته کولاې شي. په ځانګړې توګه،‌ لاندني پنځه شیان ډیر ګټور ګڼل کیږي.‌

١. کافئين

ښایي ډیرو ته د شپې له خوا له خوب دمخه د یوې پیالې قهوې یا چایو څښل خوندور وي، خو کیدای شي همدا ستاسې د بې خوبۍ یو دلیل وي. کافئین په بدن کې د هغو کیمیاوي موادو مخه نیسي چې خوب راوړي.

د خوب یو کارپوه ډیو گیبسن چې د "خوب ویبپاڼې" بنسټ ایښونکی هم دی وایي دا بهتره ده چې د کافئین ورځنی مصرف راکم کړئ. هغه مشوره ورکوي چې "په کافئین باندې یو مشخص بندیز ولگوئ او د غرمې ډوډوۍ وروسته د کافئین څښاک بند کړئ. د هغه په وینا د ورځې د دوه پیالو قهوې نه زیات مه څښئ.

٢. سره غوښه

سره غوښه د نورو خوراکونو په پرتله ډیر وخت نیسي چې هضم شي. کله چې ناوخته ډوډوۍ خورئ نو سپک شیان وخورئ. ښاغلی گیبسن وایي د دراندو شیانو د خوراک او د خوب کولو د وخت ترمنځ څلور ساعته واټن وساتئ. خو که د خوب دمخه وږي یاست نو په مستو، شیدو او سبزیو باندې گزاره وکړئ چې د پریشانۍ د راکمولو کلسیم لري او تاسې اراموي.

٣. الکول

الکول کیدای شي چې خوب ته یوه انگیزه شي خو کله یې چې اغیز یې په کمیدو شي ښه خوب نشي تضمین کولای.

کارپوهان وایي الکول "په ژور خوب باندې منفي اثر کوي" په ځانگړې توگه د شپې په دوهمه نیمایي کې. پدې معنی چې ډیر امکان شته پدغه وخت کې د الکولو د استعمال په وجه زمونږ خوب گډوډ شي.

۴. مساله دار خواړه

د خوب د چارو یوه کارپوهه لیزا ارتیس وايي چې د مساله دارو خواړو له خوړلو ډډه وکړي. د هغې په وینا د تریخوالي خصوصیت په مرچو کې کیدای شي تاسې ناراحته کړي.

ښاغلی گیبسن بیا خبرداری ورکوي چې مساله دار خواړه کیدای شي ستاسې د بدن حرارت لوړ کړي او تاسې له ناراحتۍ سره مخامخ کړي چې دا کار ستاسې خوب گډوډوي.

٥. خواږه

ښایي د شپې ناوخته مو خوږو خوړلو ته هوس راشي، خو زیات خواږه خواړه ښایي داسې انرژي درکړي چې له امله یې ستاسې خوب گډوډ شي.

میرمن ارتیس وایي د خوږو پر ځای د بیلابیلو حبوباتو نه جوړ شوي مواد وخورئ چې بوره په کې کمه ده او ستاسې د وینې په جریان کې د امینواسید په نامه اړین مواد زیاتوي چې د خوب سبب کیږي.

XS
SM
MD
LG