د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسې ته د انتقال شوو افغانانو له ډلې یو شمېر له رواني ستونزو ځوریږي ـ راپور


د بشري حقونو د څار سازمان وايي، پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته چې فرانسې ته د انتقال شوو افغانانو له ډلې ګڼ شمېر یې له رواني او روحي ناروغیو څخه ځوریږي.

یاد سازمان د پنجنشبې په ورځ مار چ ۲۴ (وري څلورمه) پخپل راپور کې ویلي په داسې حال کې چې کوربه هیوادونو په دې برخه کې زیاتې هڅې کړي دي، خو په خبره یې د رواني او ټولنیز ملاتړ له نظره د پام وړ تشې شتون لري.

د بشري حقونو څار سازمان یوه مسؤل جوناس بول ویلي:"کوم افغانان چې فرانسې ته انتقال شوي دي له زیاتو زیانونو سره مخ دي او ګڼ شمېر یې له خپل رواني حالت څخه کړیږي."

د بشري حقونو څار سازمان زیاته کړې چې د دې سره سره چې فرانسې د افغان کډوالو د وضعیت ښه کېدو برخه کې ځینې اقدامات تر سره کړي، خو وايي د افغان کډوالو د روغتیايي ملاتړ په برخه کې نوره اړتیا لیدل کیږي.

د دغه راپور په اساس، د ۲۰۲۱ کال اګست پر پنځلس پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته فرانسې د خپلو ۲۶۳۰ اتباعو په ګډون څه باندې ۳۰۰۰کسان له افغانستان څخه و ایستل.

په راپور کې راغلي ټول افغانان چې د تخلیې په پروسه کې فرانسې انتقال شوي، په هغه هیواد کې سکین شوي او همدارنګه د کډوالو په عمومي سیستم کې ثبت شوي دي.

د بشري حقونو څار سازمان زیاتوي چې د شپږو افغان کډوالو او روان شناسانو په ګډون یې له ډاکترانو، بشر دوستانه کارپوهانو، د غیر دولتي سازمانونو له استازو، د رواني ناروغیو درملنې مرکز له کار کوونکو، په فرانسه کې د مېشتو افغانانو د استازو، ترجمانانو، او فرانسې چارواکو په شمول یې له ۲۸ کسانو سره مرکې کړي دي.

یوه افغان کډوال دغه بنسټ ته ویلي، په داسې حال کې چې په فرانسه کې دی، خو فکر او ذهن یې افغانستان کې دی.یوې افغان مېرمنې د بشري حقونو څار سازمان ویلي چې له خپل هیواد او خپلو خلکو سره مینه لري،خو له فرانسې څخه نشي کولای چې هغوی ته کار وکړي.

دغه مېرمنې زیاته کړې په داسې حال کې چې له زیاتو رواني او روحي نارغیو سره مخ ده حتا «هیره یې» زیاته شوې ده.

یوې بلې افغان مېرمنې دغه بنسټ ته ویلي:"ما نشوای کولای چې بیده شم،پر دې اساس [فرانسوي داوطلبان] زه دغه روغتیايي مرکز [ رواني او ټولنیز خدمات] ته یې معرفي کړم.لومړی مې خبرې نشوای کوالی یوازې مي ژړل.خو یوه میاشت وروسته مي بیرته پر شونډو خندا راغله. "

د بشري حقونو څار سازمان ویلي چې د فرانسې دولت د کډوالو رواني ستونزو ته د رسېدو ژمنه کړې ده.

د تیر ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلسمې څخه بیا د یادې میاشتې تر ۳۰مې د تخلیې پروګرام له لارې څه باندې ۱۲۰زره افغانان له خپل هیواد څخه و ایستل شول چې زیات یې د امریکا متحده ایالاتو ته انتقال شول.خو ویل کیږي چې اوس مهال د ایستل شوو کسانو له ډلې زرګونه یې په موقتي کمپو یا هوټلو کې خپل اصلي هدف ته د رسېدو لپاره ورځې شپې تیروي.

XS
SM
MD
LG